کور / تازه خبرونه / پېښور: پوليسو په لاريون کوونکواوښکې بهونکى غاز وپاشه.

پېښور: پوليسو په لاريون کوونکواوښکې بهونکى غاز وپاشه.

نن دوشنبه يوې ډلې قهرېدلو لاريون کوونکو چې د پاکستان اوسيمييز حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول د پېښور- کوهاټ لار د موټرو پر مخ تړلې وه،
دوى په خپلو شعارونو کې ويل چې مرکزي او سيمييزحکومت يې غوښتنې نه حل کوي او دوى ته پاملرنه نه کوي ، مظاهره کوونکو ټايرونو ته اورونه اچولي وو، او د پېښور- کوهاټ سرک يې د موټر پر مخ ټپ تړلى و.
پوليسو يې د خورولو په موخه له اوښکې بهونکي غاز څخه کار واخيست.
مظاهره کوونکو رسنيو ته په خبرو کې وويل که څه هم دم گړۍ لاريون پاى ته ورسېد خو ترهغوچې يې غوښتنو ته ځواب نه وي وېل شوى د حکومت پر ضدبه مظاهرې او لاريونونه جاري ساتي.