کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په يوه ورځ کښي څلور پېښي !

په يوه ورځ کښي څلور پېښي !

اول :   افغانستان .رو ،۲۰۰۸دجنوري ۱۹ مه




  • دافغانستان په اړوند به په فرانسه کې نړيوال کنفرانس جوړشي .

دفرانسې ولسمشر نيکولاي سرکوزی  په پاريس کښي  دبهرنيو ژورنالستانوسره په خبرو کې په ډاگه کړه چې په نږدې راتلونکی کښي به  په فرانسه کې دافغانستان په اړوند نوبتی نړيوال کنفرانس  جوړشي   .


د((راديو سوبودا)) ،(دآزادی راديو) دخبر له مخې ددې کنفرانس دجوړېدوتاريخ  لا تر اوسه نه دی اعلان شوی  ،خو داڅرگنده شوې ده چې ددې نړيوال کنفرانس  دجوړېدو داماده گۍ چاری  دفرانسي دبهرنيو چارودوزير ((بيرنار کوشنر )) لخوا پر مخ بېول کېږي . راديو سوبودا په روسی ژبه نشرات  لري .ژ


دفرانسي دمشر په وينا، ددې  نړيوال کنفرانس دجوړېدو په هکله دافغانستان دجمهوررئيس ښاغلي حامد کرزی  سره هغه وخت  موافقه وشول کله چې  هغه دتيرکال ددسمبر په مياشت کې کابل ته سفرکړی و.


دفرانسي مشرد تير ۲۰۰۷ م کال کال په ورستيو ورځو کښي په افغانستان کې دخپلو سربازانو سره دعيسوي جشن په مراسيمو کې دبرخي اخيستنې په منظور کابل ته يو نااعلان شوی سفر وکړ  .ژ


دافغانستان په اړه  ددونر (مرسته کونکو) هيوادو داستازوپه گډون وروستی  نړيوال کنفرانس  په ۲۰۰۷ کال د المان دبرلين  په ښار کې جوړ شوی و.


………………………


دوهم : 
   ايتر تاس ((www.itar-tass.com))  دجنوری ۱۹ 




  • روسيه تياره ده دخپل حاکميت څخه ددفاع په خاطر دزروی وسلې نه هم  استفاده وکړی .

دريانوستی دخبر له مخې دروان کال دجنوري په ۱۹ مه نېټه دشنبي په ورځ دروسيې دمسلح قواوستر درستيز يا په بله اصطلاح  دروسیې دجنرال شتاب رئيس ښاغلي جنرال ((یوری بالویفسکی)) اعلان وکړ چې موږ به داړتياپه خورت کښي دروسیې اودهغې دملگرو څخه ددفاع لپاره به دوسله والوځواکونواو که اړتياشوه موږبه دزروی وسلې  داستعمال نه کار واخلو .


هغه دامنيت دساتلو په علمی کنفرانس کې چي د مسکوپه ښارکي دپوځی علوموپه اکاډمی کې جوړسوی وڅرگنده کړه : موږ تصميم نلروپر چاحمله وکړو،ولې زموږ له نظره لازمه ده چې موږ ټول سيالان دادرک کړی اوپدي هکله هيڅ شک اوترديد ونلري ،چې دروسیې دحاکميت اوهغې دځمکنی بشپړتيادساتلو اوخپلو ملگرو څخه د ددفاع په خاطر  به دوسله والوځواکونو،اوداسي وسلې وکاروو، چې مخالف لوری پدې پوه شي ،که اړتيا پېښه شوه موږ به دزروی وسلوداستعمال نه هم کار واخلو . 


جنرال بالویفسکی ټينگار وکړ  : پوځی ځواک ددې لپاره دی چې له يوې خوا دهيواد مشرتابه اومسؤل کسان دهغه  په مټ خپل پرېکړنده توب (قاطعيت ) ښکاره کړي اوبلې خواکله چې دملي منافعو څخه ددفاع دوسيلې  په توگه  نور سايل او رويشونه گټور تمام نشي له هغه (پوځی ځواک ) څخه استفاده وشي .


……………………………………………………………………………………………..



دريم :


لندن  ،د۲۰۰۸ م کال جنوري  ۱۹ مه  ايترتاس : ИТАР-ТАСС    خبرلوڅ  : ويتالي مکارچف  




  • دبې نظير بوټو قاتلين ونيول شوه


Кадр телеканала په لندن کې د”Скай” (سيکاي ) تلوېزيوني کمپنۍ خبر ورکړ،دبي نظير بوټوپه وژنه تورن نيول شوی دي .


نن دجنوري پر ۱۹ نېټه دبرتانيا د (( Ckai  )) دتلويزيونی کمپنی خبر ورکړ چې دپاکستان حکومتي چارواکو دپاکستان دپخوانی لومړی وزيرې اودپيپل گوند دمشري بې نظير بوټودقتل په تور يو (( ۱۵)) کلن ځوان نيولۍ دی .


خبري منبع دپاکستان  دپوليسو دمسؤل شخص  دوينا پر بنياد څرگنده کړه چې پاکستاني اړونده چارواکو وکولاي شول  هغه پنځه کسيزبانډ ته ځان ورسوی کوم چي دبې نظير بوټودقتل پلان ئي پلي کړئ دی .


داپنځه کسيزگروپ  دافغانستان سره پلوته نږدې  دامنيتی کسانو لخوا ونيول شو  .


……………………………………………..


څلرم :    افغانستان  . رو،د۲۰۰۸ م کال  دجنوري ۱۹




  • په افغانستان کې دايساف (ISAF ) دقواونوی قوماندان وټاکل شو.


دآمريکا جمهور رئيس جور دبليو بوش جنرال دېويد ماکيرنين په افغانستان کې دايساف دقواودقوماندان پر دنده وگماره . تر دې وړاندي جنرال دېويد ماکيرنين په اروپاکښې دآمريکايي پوځ دقوماندان دنده پرغاړه درلوده .


دايساف په قواو کښې دنړی دمختلفو هيوادونه  نږ دې ((۴۲)) زره پوځيان په افغانستان کې  دنده سرته رسوی ، دهغه جملې نه پدې ځواک کښي دآمريکايي پوځ شميره ((۲۶)) زره تنو ته رسېږی ،چې ددغې جملې  يوشمير ئي دايساف په قواو کې دنده سرته رسوی اويوشمير ئې  دافغانستان  وسله وال پوځ روزی  .





دژباړونکي يادونه  :


داممکن تصادف وي ،خو جالب تصادف ځکه دی چې څلورواړه پېښی يودبل سره  نېغ په نېغه اويا په غير مستقيمه توگه اړېکې لري .


دبهرنيو هيوادو دټولو مالي اومادي مرستو تر څنگ په افغانستان کې دبياجوړونې کار لکه چې لازم واودافغانانو په گډون نړيوالي ټولنې انتظار درلود گټور تمام نشي اونه هم په بری داپروسه همدا اوس پر مخ درومی . تر ((۴۷)) زره بهرنيو پوځيانوشتون چې تر غاښوپه مډرنه وسله سمبال دي ددې لامل نشو چې په افغانستان کې نصبی سوله راشی اودکوکنارو کرکيله کمه شی ، متاسفانه دتاريکاپه توليد کې افغانستان  تر ټولی نړی زيات دکوکناروتوليدکونکی گڼل کيږي،دولتی فساد،دجنگسالارواوپخوا آزمويل شووډلو بيا ځان ښونی ،په يوه اوبله بڼه ددولتي پلانوپر وړاندي دخنډونوراپيداکولو،دولسمشر اوپارلمان کې دشمالي ټلوالی ترمنځ داختلاف ژور والی ،اودهرې ورځې په تيرېدوسره امنيت له جدي گواښو سره مخامخ کېږي دسيريناپه هوټل کې  ځان مرگی بريدچې  دارگ له ديواله ((۴۵)) متره فاصله لري .


دافغانستان دناکراريودزياتېدوپه هکله دنړيوالو اندېښنې نوري هم زياتي کړې .  په افغانستان کې دغونا خوالوداروپاخلک له اندېشنو اوتشويش سره مخامخ کړی دي ،هغوي دخپلو سياسي مشرانو څخه پوښتنه کوی تر کومه به دابې فايدې پيسې افغانستان ته رواني وی ؟ ولي په افغانستان کې حالت دنورمال کېدوپه لور نه درومی ؟ ترڅوبه زموږ زلمی هلته خپل خور ژوند دلاسه ورکوی  ؟ ډير لاپدي ورستيو کې داهم په ډاگه وايي ، افغانان بايد تنهاپرېښودل شی ،هره بلاچي پر ځان اوهيوادراولي دادوي کاردی  ،دوي لاتر اوسه له تمدن اودموکراسی سره بلد نه دي . داسي اونور سوالونه اودبهرنيو هيوادوددولتي چارواکوغوښتنې دي چې دادي يوځل بياپسله يوه کال نه دافغانستان په اړوند دفرانسي په پلازمېنه پاريس کې دافغانستان په هکله نړيوال کنفرانس جوړېږي .


دآمريکا متحده ايالت  غواړی دروسيې لخوادټول مقاومت،مختلفو طرحواو وړانديزونو سره ،سره بياهم دايرانی تروريزم  ياپه بله اصطلاح  دهغوي راکټونوڅخه دخپلو ملگروددفاع په خاطر په چک اوپولنډ کې دتوغنديو ضد سپردستگا ه وي جوړوي . روسیه دا دځان اوخپلو ملگروامنيت ته جدي گواش بولي . که څه هم پدې هکله لاتر اوسه خبري رواني دي .خوداسي ښکاری چې آمريکايي چارواکی دروسیې پر خبرو چندان غوږ نه نيسی ځکه ئي پسله شلوکالو ديوه باصلاحيته جنرال په خوله دپوځی علوموپه اکاډمی کښي داسي  اخطاريه او گواښونکې ويناوکړه . هغه وخت چې  دلوېديز اوخيتځ ( دشوروی اوآمريکا) تر منځ دسيمه ايزو گټو پر سر سيالي غښتلې شوې وه اودوسلوسيالی اوج ته رسېدلې وه ديوه اوبل په ادرس  داسي اخطارونه  ورکول کېده .


پاکستاني  چارواکي  دټولي نړی لخوا پدي تورن  دې چي دبې نظيري بوټو وژنه يوه عادي اودترهگرو لخوا پلان شوي پېښه نه وه،بلې خواته پاکستاني چارواکي په ټول قوت غواړی دملامتی داپېټۍ له خپلو اوږ ورغورځوي  ،کله ئي پر طالبانو ((پاکستاني اقو افغاني )) اوکله ئي بياپر القاعده تاوانوی  ،مگر نړئ وال دپاکستاني چارواکوله دلايلو سره نه قانع کيږي .


سبا پرويز مشرف يوشمير اروپايي هيوادو ته په سفر وزی  .دسفر موخه ئې هم داده چې داروپالويوهيوادو مشران پدې قانع کړی چې پرويز مشرف ملامت نه دی ،هغه به ډير زياروباسي تر څوداروپايي مشرانوپه منځ کې دلاسه وتلی اعتبار دوباره ترلاسه کړی اوهغوي ته دخپل صداقت  اوپر حالاتو دتسلط لرلو په هکله ډاډ ورکړي  .


دآمريکا مشرتابه په افغانستان کې دايساف دقواو نوی قوماندان  پداسي حالت  کې داروپانه چې دآمريکايي قواو قوماندان وو په  افغانستان  کې  په نوې دنده گماری  ، چي په افغانستان کې دملگروملتودسازمان دسرمنشي استا زی  دروان کال  دجنوري په ((۱۶)) نېټه  برتانوی ديپلومات  ((Пэдди Эшдаун ))(پېدي ايشداون )چې په بوسنيا اوهرڅوگوينا کښې دملگروملتودسازمان استازيتوب دنده پرغاړه لرل  وټاکل شو. له بلې خوا په افغانستان کې  په ظاهره دپوځی ستراتيژی  پر سر دناټو اوپنتاگون تر منځ اختلاف بيرن ته راوتلیئ دی .دجنوری په ((۱۶)) نيټه دناټو لوي قوماند دآمريکاددفاع دوزير گوت نيونه اوانتقاد چې گويا دناټو قواوي په افغانستان کې دجگړې لپاره لازمه روزنه نلري په کلکه ردکړه او . . . .!


پاي