عراق: بمي چاودنو څلور وژلي او ١٤ نور ټپيان دي.

61 | دسمبر 15th, 2009


نن سهار په پلازمېنه بغداد کې د موټربم ٣ چاودنې وشوې چې له امله يې تر اوسه د ٤ کسانو د وژل کېد و او ١٤ نور د ټپي کېدو خبر رارسېدلى. له دې چاودنو څخه يې يوه د ايران سفارت مخې ته شوې ، بله هغه دعراق د باندنيو چارو وزارت په خوا کې او درېيمه يې د مهاجرينو د چارو د وزارت مخې ته شوې ده
د تېرې اوونۍ په سې شنبې هم د څلورو چادونو له امله چې د بغداد په شمال ،سوېل اولوېديځ کې وشوې ١٢٥ کسان ووژل شول ، او ٤٥٠ نور ټپيان شول.
عراق پارلمان ددې چاودنو په غبرگون کې لومړى وزير نوري المالکي ،کورنيو چارو وزير اود بغداد د عملياتو قوماندان پارلمان ته ورغوښتي دي.
دا چاودنې په داسې حال کې کېږي چې ددې هېواد برخليک جوړونکې پارلماني ټاکنې به د راتلونکې کب مياشتې په ١٦ مه تر سره شي.

Copyright Larawbar 2007-2024