کور / تازه خبرونه / ٥٠٠ نور برتانوي سرتېري نن افغانستان ته راورسېدل

٥٠٠ نور برتانوي سرتېري نن افغانستان ته راورسېدل

د اوبا ما افغانستان ته دنورو سرتېرو د لېږلو له اعلان وروسته ؛د برتانوي سرتېرو لومړۍ ډله نن افغانستان ته داخله شوه.
د بي بي سي د انګرېزي برخې د راپور له مخې د برتانيا نظامي چارواکو نن سه شنبه اعلان وکړ چې ددغه هېواد ٥٠٠ تازه دمي سرتېري نن سهار افغانستان ته ننوتل ،او له دې سره په افغانستان کې د برتانوي سرتېرو شمېره ٩٥٠٠ کسانو ته ورسېده.
انگرېزان له امريکايي ځواکونو سره يوځاى د افغانستان د نيواک لپاره شاوخوا ٨ کاله مخکې راغلي دي، چې له طالبانو سره په جگړو کې يې تر اوسه ٢٥٠ سرتېري وژل شوي .
برتانيا په پام کې لري په راتلونکې کې د خپلو سرتېرو شمېره ١٠ زرو ته ورسوي .
ډېرى ځواکونه يې په سويلي ولايت هلمند کې ځاى په ځاى دي.
له بلې خوا د نورو خارجي ځواکونو په راتگ ډېرى افغانان خوښ نه دي او وايي چې په دې سره به نور هم په افغانستان کې وينې تويې شي ، ځکه زياتره وخت بهرني ځواکونه په بې ګناه خلکو بمباري کوي، مقدساتو ته سپکاوى کوي، په نيمه شپه کې له خپلو سپيو سره د بې ګناه افغانانو کورونه تلاشي کوي، سپي ورخوشې کوي او بالاخره هرې ناروا ته يې چې زړه وي ؛کوي يې نو له دې امله زياتره افغانان د دوى راتگ يو نېک فال نه بولي ، بلکې د جگړې د اوږدېدو او د افغانانو د لاډېرې وژل کېدا پيلامه يې بولي.