کور / تازه خبرونه / خوست : ځانمرګی بريدکوونکی ووژل شو

خوست : ځانمرګی بريدکوونکی ووژل شو

د شنبې په ورځ مازديګر مهال د خوست ولايت دګربزو ولسوالی په سرحدي سيمه کې يو  تن ځانمرګی بريدکونکی  دعسکرو لخوا د توپک په ډزو ويشتل شوی او وژل شوی دی .
دولتي مقامات وايي وژل شوی کس چي چاوديدونکي توکي يې په ځان پوري تړلي وو او غوښتل يې د دولت په يوه سرحدي  پوسته ځانمرګی  بريد تر سره کړي د عسکرو لخوا د توپک په ډزو ووژل شو .
  چارواکي زياتوي وژل شوی تن  تنکی ځوان دي او دا مهال د خوست په ولايتي  روغتون کې د نورو مالوماتود تر لاسه کولو په موخه  د عدلي طب تر څيړنو لاندې دی . 
  دا په داسې حال کې ده چي څه موده وړاندې هم  د خوست ولايت په يعقوبي ولسوالی کې پوليسو يو تن چې چاوديدونکي توکي يې په ځان پوري تړلي ول وژلی وو .