د ملاريا نوې ناروغۍ خپره شوې
61
تايلنډي پوهانو د داسې ملاريا د خپرېدلو خبر ورکړى چې د درملو په مقابل کې کلک مقاومت کوي.
دا ملاريا د تايلنډ او کمبوډيا هېوادونو ترمنځ پولو کې په په پرتو خلکو کې پېژندل شوې ده. دوى وايي چې دا ناروغي د ملاريا ضد دوديزو درملو په مقابل کې کلک مقاومت ښکاره کوي.
ملاريا هغه ناروغي ده ،چې د مياشي له نېښ څخه نقل کېږي ، او په گرمسېره سيمو کې په تېزۍ سره پراخېږي.
د الجزيرې تلويزوني شبکې د خبر له مخې چې نن خپور شو تايلنډي څېړونکي ددې ناروغۍ په خپرېدو ډېرپرېښانه دي او خبردارى يې ورکړى چې حتماً يې بايد مخه ونيول شي ،که نه نو ډېرې ناوړې پايلې به ولري.
دا ناروغي په داسې حال کې خپرېږي، چې د روغتيا نړيوالې ټولنې اعلان کړې په ملاريا ککړو هېوادونو د دريو برخو له جملې څخه په يوه برخه هېوادونو کې دا ناروغۍ ٥٠ فيصده راټيټه شوې.
ياده دې وي چې تېرکال په نړى کې ٢٤٠ ميليونه کسان په ملاريا اخته و، چې له دې جملې څخه يې ٨٦٣ زره کسان ناروغۍ ووژل ،
په وژل شويو وګړو کې ډېرى د افريقايي سيمو اوسېدونکي وو.