غزل

عطاالله محمدي | دسمبر 16th, 2009


زړه مې په ساحل كې د اوبو په انتظار كې دى
كله به پرې راشې د څپو په انتظار كې دى
كله به له غيبه ورته غړپ د وصال راوړي څوك
بس هغه ساعت هغو شېبو په انتظار كې دى
پرېږدئ چې د غم او ندېښنو درياب يې ډوب كاندي
نور نو ځنكدن ته د ورتلو په انتظار كې دى
راز د سمندر څپو ان تل ته رسولى دى
هرې خوا ته ګوري د ويستو په انتظار كې دى

چونغر ادبي بهير- پلخمري

Copyright Larawbar 2007-2024