طالبان به ژر د نیول سوي امریکایی ویډیو خپره کړی
اسوشیټیډ پریس د امریکا د تروریسټی تعقیب د یوې انټرنیټی شبکې په حواله خبر ورکوی چی طالبانو اعلان کړی چی ډیر ژر به د هغه امریکایی عسکر بله ویډیو خبره کړی چی پنځه میاشتي مخکی یې په پکتیکا کی نیولی دی . ویل کیږی چی د دې نوی ویډیو عنوان به وی : « د دوی خپل یو سړﺉ شاهدي ورکوی » . د دغه ۲۳ کلن امریکایی عسکر لومړنۍ ویډیو د جولای پر ۱۹ طالبانو خپره کړې وه . خبر زیاتوی چی ښایی په دغه نوې ویډیو کی به « بوو برګدل » ډیر نوي شیان ووایی او ډول ډول رازونه به افشأ کړی . خو طالبانو پخپله د دې خبر په باره کی څه نه دي ویلی .
د اسوشیټیډ پریس د یو بل خبر له مخی افغانستان ته د نورو دیرش زرو امریکایی پوځیانو د ورلیږلو لړۍ شروع سوې ده . خبر د پنتاګون د ویاند « جیوف موریل » په حواله وایی چی یو څه پوځیان مخکی لا افغانستان ته رسېدلي دي او نور به په همدې دوو هفتو کی ور انتقال سی او ټوله به تر آینده دوبي پوری ورسی .