کور / تازه خبرونه / پکتيا : د قرانکريم ٢٦ تنو حافظانو ته د فضليت پګړۍ ور پر سر شوې

پکتيا : د قرانکريم ٢٦ تنو حافظانو ته د فضليت پګړۍ ور پر سر شوې

د پکتيا په مرکزي دا رالعلوم کې د قرانکريم شپږوويشت تنو حافظانو ته د فضليت پګړي ور پر سر شوي .

په اړه په جوړه شوي غونډه کې د پکتيا د چارواکو سربيره د سيمي سپين ږيرو ،علماو او د دسيمي گڼ شمير اوسيدونکو ګډون کړي وه .

د پکتيا د علما و د شورا مشر مولوي خالق داد په خپلو خبرو کې په حافظانو غږ وکړ چې خپل اسلامې مسوليت په ښه توګه ادا کړي .او له بهرنيو ځواکونو يي هم غوښتنه وکړه چې د جوماتونو او ديني مدارسو څخه دي د علماو د بيولو څخه ډډه وکړي .

دپکتيا د پوهنې ريس محراب الدين شفق وه ويل چې ياد شپږويشت تنه حافظان ددي ولايت په دريو دارلعلومونه کې ذده کړي سرته رسولي وي چې ددې ډلي څخه يي د احمد خيلو ولسوالي او مرکز ګرديز دارلعلومونه دي .

د پام وړ ده چې د پکتيا ولايت په ټولو ولسواليو کې يوه داسي ديني مدرسه شته چې د پوهني وزارت لخوا جوړي شوي چې د مرکزي دارلعلوم څانګې هم پکې شتون لري .