کور / تازه خبرونه / په يوه کښتۍ کي ٨٣ تنه غرق سول

په يوه کښتۍ کي ٨٣ تنه غرق سول

د لبنان ساحلي ښار طرابلس ته نيژدې د يوراګواى هيواد مربوطه کښتۍ غرقه سوې چي له امله يې ٨٣ کسان په اوبو کي ډوب سوي دي.
رپوټونه وايي د لبنان د حکومت ژغورونکي ډلي تر اوسه ٢٠ کسه ژوندي موندلي، خو ٦٣ نور کسان ورک دي، چي د ژوندي ژغورلو امکان يې لږ دئ.
د کښتۍ د غرقېدو علت په سيمه کي موسمي طوفان په ګوته سوئ، چي وايي په تېرو ١٥ ورځو راهيسي يې خورا زور اخيستئ دئ.