د شانګهای د همکارۍ سازمان او د څو قطبي نړۍ لپاره (3)
د زبرځواکونو هلې ځلې
دريمه ( وروستۍ برخه )
د ( کوزوو ) په مسأله کې هم روسيې ډېر کلک دريځ غوره کړی . تر پرونه پورې داسې ښکارېده ، چې د ملګرو ملتو او ناټو د مهال وېش له مخې د کوزوو خپلواکي له يوګوسلاويا څخه مسلمه ده ، خو اوس روسيه پر کوزوو باندې د بلګراد له حاکميت څخه په کلکه دفاع کوي او په دې برخه کې يې د لوېديځ مهال وېش له جدي ننګونې سره مخ کړی . د يو ګوسلاويا د بهرنيو چارو يوه کارپوه د يوګوسلاويا ( بي 92 ) تلويزيوني کانال ته ويلي ، چې : « موږ فکر کاوه ، چې کوزوو نوره له لاسه تللې ، خو اوس بل ډول احساس کوو .اوس احساس کوو ، چې په مسکو کې يو داسې پلوي او ملاتړی لرو ، چې له موږ سره مرسته کوي خپل نظريات په مناسبه توګه وړاندې کړو .» (۱۴)دکوزوو په برخه کې د روسيې مانور د هغې جيو پولېټيک لوبې يوه برخه ده ، چې روسيې د پوتين تر مشرۍ له اتو نهو مياشتو راهيسې پيل کړې .روسيه غواړي يوځل بيا نړۍ ، هغې ته د يولوی هېواد او ملت په سترګه وګوري .
اروپا د کوزوو او په ځانګړې توګه د روسيې په اړه وېشل شوې ښکاري . ځيني هېوادونه له دې څخه غافل دي ، چې روسيې بياسر راپورته کړی .د امريکې له دفاعي چتر سره مخالفت ، پر استونيا ( سايبر ) بريد ، اروپا ته دګازو پر صادراتو د روسيې د ګازو ملي شرکت ( ګازوپروم ) کنټرول ، له انګلستان سره د جاسوسۍ شخړه ( چې انګلستان په کې پر شا شو ) ، د ناروې پر هوايی حريم د روسيې د پوځي الوتکو تېری ، د ايران په اتومي بحران کې دروسيې محافظه کاري او ځان ساتنه او تېره مياشت د نړۍ تر ټولو زورور غير اتومي بم ( Vacum bomb يا خلايی بم ) *ازمويل د روسيې د زور ښودنې نوې تګلار ده .
روسيې په پیل کې هڅه وکړه له اروپايي اتحاديې سره يوځای د څو قطبي نړۍ په رامنځته کولو کې ګام واخلي ، خو اروپايي اتحاديه په دې اړه چې آيا روسيې ته د پارټنر په سترګه وګوري که د غليم ، پاتې راغله .له دې امله روسيه اوس هڅه کوي خپله هيله د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې ترسره کړي .ځيني شنونکي دې پايلې ته رسيدلي ، چې په راتلونکې لسيزه کې به روسيه د اروپا لپاره لويه مسأله وي . اروپا تر اوسه د اروپايي اتحاديې يا ناټو د پراختيا لپاره بريدونه نه دي ټاکلي او روسيه د هغوی د پرمختيا په وړاندې د اوکراين ، بېلاروس او قفقاز پر لوري کلک مقاومت کوي .
کله چې څو اوونۍ د مخه ولادېمير پوتين اعلان کړه ، چې دی به راتلونکی کال د لومړي وزير په توګه بيا په واک کې پاتې کيږی ، داسې ښکاري چې دی غواړي روسيه په لنډ وخت کې په خپلو لاسو پخواني برم ته ورسوي . پوتين د دغه کار لپاره د روسيې په ولس کې پوره ملاتړ او محبوبيت موندلی او ښکاري ، چې لازم تدبير او دکار انرژي هم ورسره لري .
روسيه ، چې لادمخه له اوپېک څخه بهر د تېلو تر ټولو لوی توليدونکی هېواد ګڼل کيږي، هڅه کوي دخپلو تېلوتوليدات نوره هم زيات کړي . د امريکې د جيولوجيکې سروې له مخې روسيه د 300 مېليارد بېرلوپه کچه د تېلو نابېرسره شوې نورې زېرمې هم لري . که چېرې دا خبره سمه وي ،نو روسيه به له خپلې تثبيت شوې زېرمې سره يوځای 360 مېليارد بېرله تیل ولري او دا به د نړۍ د تېلو تر ټولو غني هېواد يعنې سعودي عربستان څخه ، چې شاوخوا 267 مېليارده بېرله تېل لري 100 مېليارد بېرله زيات وي . برسېره پردې د نړۍ د ګازو تر ټولو لويوميدانونو ( Fields) په درلودو سره يقيناً روسيه د نړۍ د انرژۍ په مارکېټ کې برلاس لري . امريکايي سرچينې وايي ، چې روسيه د تېلو په توليد کې هم له سعودي عربستان څخه وړاندې شوې او د نړۍ تر ټولو لويه توليدونکې ګرځېدلې . (۱۵)څرنګه ، چې روسيه د ګازو تقريباً نه ختمېدونکې زېرمې لري ، کېدای شي له دې امله د سړې جګړې تر مهاله هم زياته پياوړې شي . اروپايي هېوادونه اړ دي د ګازو لپاره هم له روسيې سره ښه اړيکي وساتي او روسيه هم هڅه کوي دوی ته د ګازو د عرضې په برخه کې د ثبات ډاډ ورکړ ي. د شمېرو له مخې روسيه کولای شي په 2020 ز کې په يوازې ځان د اروپا د ګازو 40٪ اړتيا پوره کړي . داسې وړاندوينه کيږي ، چې په 2027 ز کې به روسيه د اروپا اقتصادي ( Power House ) وي او ناخالص کورني محصولات به يې په کال کې درې ترېليون ( درې زره مېليارد ) ډالرو ته ورسيږي . همداراز ويل کيږي ، چې که د ګازو بيه همداسې مخ پر لوړېدو وي نو يوازې د ګازو پروم برخه به په کال کې 140 مېلياردډالرو ته ورسيږي .
پوتين هڅه کوي د اقتصادي بيا رغاونې تر څنګ د روسيې اتومي دفاعي سېسټم هم عصري کړي . دډسمبر په مياشت کې به روسيه د ( Topol-M)ګرځنده مېزايل راوباسي . دا مېزايل به د مسکود شمال ختيځ په 240 کيلومترۍ کې د ( تايکوو) په ښار کې ځای پر ځای کيږي او د پوتين په وينا له دغو توغنديو سره به دروسيې امنيت له 20 څخه تر 30 کلو پورې خوندي شي .(۱۶) په يوه وروستي پرمختګ کې د روسيې ولسمشر ولادېمير پوتين چې داکټوبر په 27 مه نېټه يې د اروپايي اتحاديې په غونډه کې ګډون کړی و ګواښ وکړ ، چې د امريکې دفاعي چتر کېدای شي په 1960ز کې د کيوبا د توغنديو بحران ته ورته وضعيت رامنځته کړي .په 1960 زکې روسيه او امريکا په کيوبا کې د روسي توغنديو د ځای پر ځای کېدوپرسرداتومي جګړې په درشل کې ولا ړوو.
دزبر ځواکونو تر منځ د هند دريځ : هند ، چې په خپله هم غواړي د زبر ځواکونو په کتار کې حساب شي او په وروستيو کلو کې پر همدې لوري چټکه وده کوي ، هڅه کوي پر کوم ځانګړي لوري يابلاک پورې ځان ونه تړي ، بلکې له ټولو سره ښه اړيکي وساتي .
په امريکا کې يو شمېر سياستوال هڅه کوي د شانګهای د سازمان د مخ په زياتيدونکي ګواښ پر وړاندې د دموکراتيکو هېوادونو يو لوی اتحاد رامنځته کړي . د دوی په اند که چېرې هند هم له دغه اتحاد سره يو ځای شي ، نو اتحاد به له لوېديځ څخه بهر د نړۍ په کچه اعتبار ترلاسه کړي . امريکې هڅه کړې له هند سره خپل مناسبات تاوده کړي ، تر دې چې د امريکې د قانون خلاف يې له هند سره د اتومي انرژۍ په برخه د همکارۍ تړون لاسليک کړ. د امريکې د قانون له مخې هغه هېوادونه چې د اتومي وسلو د نه خپراوي نړيوال تړون يې لاسليک کړی نه وي ، له هغو سره به د اتومي انرژۍ په برخه کې همکاري نه کوي . د امريکې ولسمشر جورج بوش د امريکې کانګرس ته د قناعت ورکولو په موخه وويل ، چې له هند سره د اتومي انرژۍ د همکارۍ تړون لاسليک کول د امريکې د ملي ګټو لپاره حياتي ارزښت لري .په همدې موخه دامريکې او هند ددفاع وزيرانو لومړی په واشنګټن کې د 2005 ز په جون کې د دفاعي اړيکو د نوي چوکاټ په نامه يو تړون لاسليک کړ او ورپسې په 2006 ز کال کې د دواړو هېوادونو مشرانود اتومي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ لانجمن تړون لاسليک کړ . د وروستي تړون له مخې به امريکا په هند کې 16 اتومي رياکټورونه جوړوي ، چې دا دهند لپاره د انرژۍ په ډګر کې يوه ډېره لويه بريا ده .
که څه هم هند له امريکې سره ګډ ټولنيزاوسياسي ارزښتونه پالي او له پاکستان څخه د امريکې د ملاتړ د انصراف په موخه غواړي له امريکې سره نږدې اړيکي وساتي او همداراز د شانګهای له غړو هېوادو سره د خپل سياسي سېسټم له مخې ژور توپير لري ، خو له روسيې سره د ژورو اړيکو د پخوانۍ سابقې او په يورېشيا کې د انرژۍ د غني زېرمو د شتون له امله هڅه کوي د شانګهای له غړو هېوادو سره هم نږدې اړيکی ولري .
هند د روسيې او چين په څېر هڅه کوي په چټکۍ سره خپل دفاعي ځواک عصري کړي او همدااوس د 10 مېليارد ډالرو په بيه د 126 جېټ الوتکود پېرودلو په لټه کې دی . که څه هم د داوطلبۍ لپاره هند خپل فرمايش امريکې ، روسيې ، فرانسې اوسويډن ته سپارلی ، خو تر نورو هېوادونو يې له روسيې سره پوځي اړيکې ډېر ژور دي . هند په نږدې وختو کې له روسيې سره په ګډه د ( Brah-Mos) په نامه د کروز يو پرمختللی توغندی جوړ کړ . دا توغندی د نړۍ يوډېرپر مختللی توغندی دی ، چې هنديې له امله ډېر وياړي او په پام کې لري ، چې له روسيې سره په ګډه لا پرمختللې وسلې جوړې کړي . (۱۷) همداراز د اکټوبر په 25 نېټه هند د ( تيجا ) په نامه خپله لومړنۍ جنګي الوتکه وازمويله . دغې الوتکې د روسيې له هوا څخه هوا ته توغندی هم په برياليتوب وتوغاوه او دهندي چارواکو له خولې ، الوتکه به سمدلاسه د الوتنې اجازه ترلاسه کړي . (۱۸)
که څه هند هم تر زياتې اندازې خپلې ځمکنۍ لانجې له ګاونډيانو په تېره له چين سره حل کړي ،خو اوس هم د لازياتو وسلو د رانيولو په فکر کې دی . د هند د فاع وزير ويلي ، چې تر 2026 ز پورې به د هند د وسلو پېرودنې 35 مېليارد ډالرو ته ورسيږی . (۱۸)
هند د شانګهای تر سازمان له SAARC ( د جنوبي آسيا د سيمه ييزو همکارۍ سازمان ) سره ډېره علاقه لري ، خو په سارک کې داسې هېوادونه سره يوځای شوي ، چې لا يې خپل منځي لانجې نه دي سره حل کړي . د بېلګې په توګه پاکستان ، چې د سارک غړی دی نه يوازې له هند او افغانستان سره لازمه همکاري نه کوي ، بلکې دهند او افغانستان تر منځ د اقتصادي همکارۍ خنډ هم ګرځي . همداراز د هند او بوتان او د پاکستان او بنګلادېش اړيکي هم څومره ، چې ښايي نېکې نه دي . له بلې خوا په سارک کې په سياسي لحاظ ډېر غير متجانس هېوادونه سره يو ځای شوي ، د بېلګې په توګه په پاکستان کې ډېکتاتوري نظام واکمن دی، حال دا چې په هند کې بيا دموکراسي چليږي . په بنګلادېش ، نيپال او بوتان کې لازم سياسي ثبات نه ليدل کيږی او په افغانستان ، پاکستان اوسريلانکا کې خو بيا د کورنۍ جګړې تر بريده ژورکړکېچونه روان دي . نو له دې امله هغسې ، چې هند هيله لري د سارک له اقتصادي همکارۍ څخه ګټه نه شي پورته کولای او سارک ته د يوه همغږي او په اقتصادي لحاظ يوه ځواکمن سازمان په توګه لاډېر کار پاتې دی . خود شانګهای په غړو هېوادو کې سياسي تجانس او نسبي ثبات ليدل کیږي .
د زبر ځواکونو او سيمه ييزوسازمانونوتر منځ د افغانستان دريځ : دافغانستان په ګاونډ کې د نړۍ درې راتلونکي زبرځواکونه او درې مهم سيمه ييز سازمانونه د ودې پر لور چټک ګامونه اخلي . افغانستان ښايي د دوی په اړه له ډېر دقت او تدبير سره خپله راتلونکې ستراتېژي او پاليسي طرحه کړي .
زما په اند چين سمدستي له افغانستان سره ډېره علاقمندي نه لري ، ځکه چې چين له افغانستان سره نه د پخوا په څېر اېډيالوژيکې دلچسپۍ لري او نه هم غواړي د اوس لپاره دلته ځان په پوځي او سياسي لوبو او سياليو کې ښکېل کړي ، بلکې چين له هغو هېوادونو سره ډېره علاقمندي لري ، چې هلته فوري اقتصادي ګټې موجودې وي او وکولای شي د چين له چټکې ودې سره سمدستي مرسته وکړي . افغانستان د چيني مالونو لپاره نه کوم لوی مارکېټ ګڼل کېدای شي او نه بالفعل لويې اقتصادي زېرمې لري . همدا دليل دی ، چې چين د افغانستان په بيا رغاونه کې هم ډېره همکاري نه ده څرګنده کړې . چين له 52 کلو راهيسې له افغانستان سره دېپلوماتيکې اړيکې لري ، خو دااړيکي هومره ژور او ستراتيژيک نه دي لکه څومره ، چې چين يې له پاکستان سره لري . له بده مرغه په ورستيو کلونو کې افغانستان له چين سره خپلو اړيکو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی ، حال دا چې چين په اقتصادي او پوځي برخو کې ډېره چټکه وده کوي او د نړۍ د زياتې پاملرنې وړ ګرځېدلی . دوې مياشتې وړاندې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا په بېجېنګ کې د چين له بهرنيو چارو وزير سره وکتل . چيني لوري له سپنتا څخه وغوښتل په ملګرو ملتو کې د واحد چين له داعيې څخه ملاتړ وکړي او سپنتا هم له خپل اړخه ډاډ ورکړ . (۱۹)
روسيه ، چې بېرته هڅه کوي خپل پخوانی نړيوال برم او نفوذ ترلاسه کړي ، زما په اند لاهم افغانستان د خپل نفوذ سيمه ګڼي او په افغانستان کې د فعالې مداخلې په فکر کې ده . د ځينو په اند که روسيه له افغانستان څخه د دروازې له لارې ووتله ، د کړکۍ له لارې بېرته راننوتې ده . که روسيه د افغانستان د بيا اشغال په فکر کې نه وي هم ، خو د خپلو پخوانيو جمهوريتونو د ساتنې په موخه او د امريکايي نفوذ د مخنيوي په منظور هم ځان ته د مداخلې حق ورکوي .په تهران کې د (کسپين ـ 5 )په غونډه کې پوتين له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو وتل وغوښتل او په دې موخه يې د يوه ټاکلي مهال وېش غوښتنه وکړه .په غونډه کې د تاجېکستان د بهرنيو چارو وزير هم وويل ، چې په افغانستان کې ټاکنې تر سره شوي ، پارلمان جوړ شوی او طالبان هم چندان شتون نه لري ، نو د امريکايي اډو لپاره نوره اړتيا نه ليدل کيږي . د دوی په وړاندې بيا د امريکې لوی درستيز رېچارډ مايرز ويلي ، چې منځنۍ آسيا يوازې د دې لپاره ارزښت نه لري ، چې زموږ ځواکونه هلته پراته دي ، بلکې له ډېرو نورو اړخونو څخه هم اهميت لري . (۲۰) زما په اند لکه څنګه چې له روسيې سره دښمني نه ده په کار ، له هغې سره ډېر نږدې اړيکي اوس هم د پخوا په څېر د خپلواکۍ بيه غواړي ، نو ښايي چې افغانستان په دې برخه کې له ډېر احتياط څخه کار واخلي .
که چېرې چين او روسيه د شانګهای سازمان په چوکاټ کې خپلو نږدې همکاريو ته دوام ورکړي له شک پرته ، چې شانګهای به د امريکې او ناټو په يوه سيال اومخالف بلاک بدل شي . که افغانستان دغه سازمان ته ورګډيږي مانا دا چې د امريکې په مخالف قطب پورې ځان تړي ، خو که چېرې د شانګهای سازمان ته د هند ، سريلانکا ، نيپال په څېر يو شمېر نور هېوادونه ورګډشي نو ښايي ، چې سازمان د يوه پوځي ، دفاعي بلاک پر ځای زياتره د اقتصادي همکارۍ پاليسي غوره کړي . بېشکه ، چې په دوهم حالت کې يې د افغانستان لپاره غړيتوب نه يوازې ګټور بلکې ضروري هم دی .
هند له افغانستان سره د دوستۍ اړيکو ته خاص ارزښت ورکوي او له هندوستان سره د دوستۍ اړيکې 60 کلنه سابقه لري . په دغو اړيکو کې له پاکستان سره اختلاف او ځمکنۍ شخړه د اشتراک مهم ټکی ګڼلی شو . په دې کې شک نشته ، چې د هندوستان سخاوت د افغانستان په بيا رغاونه کې ښه مرسته کولای شي ، خو نن سبا چې پاکستان د افغانستان پر سياسي او امنيتي حالاتو ژور اغېز لري افغانستان ته ښايي ، چې له هند سره په اړيکو کې د احتياط حد په پام کې وساتي او ورسره د پاکستان د دوستۍ او ډاډ لپاره له فعالې دېپلوماسۍ څخه کار واخلي .
په SAARC کې د افغانستان فعال غړيتوب له پاکستان او هندوستان سره د ښو اړيکو په لار کې مرسته کولای شي . که څه هم د سارک غړي ډېر بډای نه دي ، خو کولای شي د يوه ناپييلي اقتصادي سازمان په توګه غوره وده وکړي .
داسې ښکاري ، چې امريکې غوښتل او لا هم غواړي له افغانستان څخه د منځنۍ آسيا پر لوري د پل په توګه او د سيمې د هېوادو لپاره د ولسواکۍ او مدني پرمختګ د يوه موډل په توګه کار واخلي . خو څرنګه ، چې امريکې ځان په عراق کې ډېر بد ښکېل کړی ، سمدستي د امريکې داهيله ستونزمنه ښکاري . که چېرې افغانستان بريالی شي د امريکې ، ناټو او آيساف د ځواکونو په مرسته د ثبات تر ټينګولو او د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته له ناټو او اروپايي اتحاديې څخه ځانګړي رعايتونه تر لاسه کړي ښايي ، چې د افغانستان له راتلونکي ثبات او اقتصادي ودې سره ډېره مرسته وکړ ي.
څرنګه چې په سيمه کې نوي ځواکونه مخ په راپورته کېدو دي او د ځواکونو معادله په ډېرې چټکۍ سره بدليدای شي ، نو د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده ، چې له ټولو بلاکونو ، نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو سره ځان له هر ډول دښمنۍ ، تقابل او منفي سياليو څخه وژغوري ، بلکې هڅه وکړي له دغو ځواکونو سره دګډې همکارۍ په موخه د اشتراک ټکي ولټوي .
اخځليك:
– The News International , Sep.06 , 2007 1
2- Nezavismay Gazeto ( Russian Newspaper) Aug. 07 . 2007
۳ ـ المفاضل مجله ، د ابولخير ليکنه ، ۳۳۹ ګڼه ، ۲۰۰۶ کال .
4- Daily Times , Aug. 05 , 2007
5- SCO seek to expand Energy and Security Influence , Peter Fedynsky ,VOA, Aug.16 , 2007
6- Ibid
7- Jeurisalem Post, Nov. 17-23 , 2007
8- New York Times , Apr.19 , 2006
9- Defense News , May 29, 2006
10- Daily Times , Aug.22 , 2007
11- The Associated Press , June 04 , 2007
12- Daily Times , Aug.5 , 2007
13- Daily Times , Aug.22 , 2007
14- Robert Muraquand , Russia Flexes New Muscles in Europe , The Cristian Science Monitor , Oct.04 , 2007
15- American Security Councel Pub., Aug.26 , 2006
16- Daily Times , Sep.02 , 2007
17-Malaysian National News Agency, jan.07, 2007
18- www.s-rohi.com , Oct.26 , 2007
19-The Economic Times , Jan. 08 , 2007
20- Xinhua , New China News Agency , Aug.21 , 2007
۲۱ – هل تستطيع الولايات المتحده الرد علی مقترح منظمة شنغهای ،
Ruεarba.ru www.