کور / تازه خبرونه / ناټو بيا په کندهار کي ملکي کسان ووژل

ناټو بيا په کندهار کي ملکي کسان ووژل

د پنجشنبې په ورځ د ناټو څرخکي الوتکي په کندهار کي د ملکي کسانو پر يوه مني بس موټر باندي ټکان کړي، چي درې نارينه يې وژلي او يوه مېرمن او درې ماشومان يې ټپيان کړي دي.
پېښه د پنجشنبې په غرمه ١١ بجې د روزګان او کندهار پر لويه لاره رامنځته سوې ده.
ناټو ظاهراً د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي د مخنيوي خبري کوي، خو عملاً د ملکي کسانو په مرګ ژوبله کي ورځ تر بلي ډېروالئ راځي.