کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې په افغانستان كې د روانې مبارزې لپاره د سيمې د هيوادونو په همكارۍ تبصره كړې او پدې ترڅ كې د ناټو د عمومي منشي په حواله ليكلي، چې په افغانستان كې له وسلوالو مخالفينو سره د مبارزې لپاره د روسيى د همكارۍ په جلبولو كې پاتې راغلې.
په ورځپاڼه كې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ملي غونډې دا سپارښتنه هم په غټو ټكو سره راخستل شوې، چې بايد د معافيت دود پاى ته ورسولې شي او له مجرمينو سره سخت چلند وشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هيواد كې د بې ځايه شويو كورنيو پر ستونزو تبصره كړې، چې د ورځپاڼې په وينا خورا ناوړه حالت لري او ليكلي، چې افغان دولت بايد د دوى د شتو ستونزو د هواري لپاره بيړني ګامونه پورته كړي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې شته ستونزې څيړلي او ددغو ستونزو په وړاندې د علماء د شورا دريځ، چې پكې د لوى جرګې د رابللو غوښتنه شوې يو رغنده دريځ بللې دې.
په ورځپاڼه كې د طالبانو د حملو د مخنيوي لپاره هغوى ته د پيسو روكولو لپاره د يوې امريكايي كمپنۍ د مسؤل څرګندونو ته په اشارې د افغان كارپوهانو په حواله ليكل شوي، چې امريكا له ترهګرۍ سره په مبارزه كې ريښتينې نده.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د هغې امنيتي غونډې خبر وركړې، چې د ولسمشر كرزي تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه او پكې د هيواد امنيتي حالت وڅيړل شو.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې يو ځلې بيا په افغانستان كې د جمهوري رياست د انتخاباتو په سر د ملګرو ملتونو د استازي او د هغه د مرستيال ترمنځ د اختلافاتو مسئله راخستې او د ښاغلي كاايده په حواله يى ليكلي،چې پيټرګالبريټ هڅه كوله د سپينې ماڼۍ په مرسته كرزى له واكه لرې كړي.
ورځپاڼې د نوى كابينې د اعلان په اړه په يو مطلب كې بيا ليكلي، چې ولسمشر كرزي د خپلې نوى كابينې لسټ نهايي كړې او نن به يى ولسي جرګې ته واستوي.
د ورځپاڼې په وينا پدې كابينه كې دولس پخواني غړي او ديارلس نوي غړي ، چې په هغو كې انوارلحق احدي، مخدوم رهين، ګل اغا شيرزې، محمداله بتاش، عبيداله عبيد او نور شامل دي.
په ورځپاڼه كې د افغانستان د شتو ستونزو د هواري لپاره د لوى جرګې جوړيدو ته هم اشاره شوې او ليكل شوي،چې ولسمشر كرزي د علماء د شورا له غړو سره په ليدنه كې موافقه كړې، چې دا جرګه به د لندن له غونډې وروسته راوبولي.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د برياليتوب لپاره له افغانانو سره همغږي اړينه ده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغان ولسمشر حامد كرزي د نوى كابينې اعلان ته په اشارې ليكلي، چې ولسي جرګه نوى كابينې ته د باور راى د وركولو لپاره له يو نوي ازميښت سره مخ ده او پكار ده، چې پدې برخه كې له زيات دقت نه كار واخلي.
دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د فساد ستونزه څيړلې او پدې ترڅ كې د علماء د شورا په حواله يى ليكلي، چې فساد يوازې په افغان دولت نه خلاصه كيږي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپانو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې د كابل په ختيځ كې د ازبين په عملياتو تبصره كړې او هغه يى د باور د پله د جوړولو لپاره لومړنې ګام بللې دې.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د ګاونډيو هيوادونو د لاس وهنې مسئله راخستې او ليكلي، چې ايران او پاكستان ته نه ښايي، چې د ترهګرو ملاتړ او هغوى ته مالي مرستې وركړي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې دا خبر وركړې، چې نن ولسي جرګې ته د نوى كابينې غړي ورپيژندل كيږي.
ورځپاڼې په دوام كې د نوى كابينې لسټ ته په اشارې د ولسي جرګې د يوى غړې په حواله ليكلي، چې اكثره وړاندې شوي وزيران نشي كولې د باور راى ترلاسه كړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا له ولسي جرګې نه غوښتي، چې نوى كابينې ته د باور راى په وركولو كې له زيات دقت نه كار واخلي، كه نه نو د ورځپاڼې په وينا د افغانانو په وړاندې به د هيلو دروازې وتړلې شي.
په ورځپاڼه كې دا هم ليكل شوي، چې د فساد پر ضد د مبارزې اداره هيڅ ډول صلاحيت او خپلواكې نلري.