کور / تازه خبرونه / هلمند: يو بل انګريزى عسکر ووژل سو

هلمند: يو بل انګريزى عسکر ووژل سو

د برتانيې د دفاع وزارت د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کي د خپل يوه عسکر د مړيني خبر ورکړ.
برتانيه وايي دغه عسکر چي په نادعلي ولسوالي کي يې پلې ګزمه کوله، د طالبانو په يوه وسله واله حمله کي وژل سوئ دئ.
د دفاع وزارت په وينا د دې عسکر په مرګ يې له ٢٠٠١ کال راهيسي د مړو شمېر ٢٤٠ تنو ته ورسېدئ، چي ١٠٢ يې په ٢٠٠٩ کال کي وژل سوي دي.