کور / تازه خبرونه / افغان کابینه او نړیوالی غوښتنی

افغان کابینه او نړیوالی غوښتنی

دافغان حکومت دنوی کابینۍ غړی ولسی جرګی ته ور وپیژندل شول .
دولسی جرګی په عمومی غونده کې دجمهوری ریاست لومړي مرستیال مارشال محمدقسیم فهیم استازوته دنوی کابینۍ په جوړښټ کې مهم بدلون دکاراوټولنیزوچارو
وزارت دشهیدانو،معلولینواومعیوبینومعینیت وزارت ته
لوړول اودښاری پراختیاوزارت نوم دساختمانی چاروپروزارت بدلول وښودل .
وروسته بیاپه پارلمانی چاروکی ددولت وزیرمحمدانور جګدلک دنوی کابینۍ دغړونومونه په دي توګه اعلان کړل .
۱- دملی دفاع وزیر،سترجنرال عبدالرحیم وردګ .
۲- دکورنیوچارووزیر،محمدحنیف اتمر.
۳- دمالېي وزیر، ډاکترحضرت عمرزاخیلوال .
۴- دعدلېي وزیر، محمدسروردانش .
۵- دپوهنی وزیر،ډاکترغلام فاروق وردګ .
۶- دلوړوزده کړووزیر،پوهاندعبیدالله عبید.
۷- دارشاد،حج اواوقافووزیر،عنایت الله بلیغ .
۸ـ داوبو او بریښنا وزیر: اسماعیل خان

۹- دفوایدعامی وزیر،انجنیرمیرزاحسُین عبدالهی .
۱۰- داطلاعاتواوفرهنګ وزیر،ډاکترسیدمخدوم رهین .
۱۱- دعامی روغتیاوزیر،ډاکترسیدمحمدامین فاطمی .
۱۲- دکرنی اواوبولګولووزیر،انجنیرمحمدآصف رحیمی .
۱۳- داقتصادوزیر،ډاکترانوارالحق احدی .
۱۴- دکانونووزیر،وحیدالله شهرانی .
۱۵- دمخابراتواومالوماتی تکنالوژی وزیر،انجنیرامیرزی سنګین .
۱۶- دسوداګرۍ اوصنایعووزیر،غلام محمدایلاقی .
۱۷- دکلیوپراختیااوبیارغاونی وزیر،انجنیرویس احمدبرمک.
۱۸- دکاراوټولنیزوچارووزیر،محمداسماعیل منشی .
۱۹- دترانسپورت اوملکی هواېي چلندوزیر،ډاکترمحمدالله بتاش.
۲۰- دښځوچارووزیره ،ډاکتره حسُن بانوغضنفر.
۲۱- دکډوالوچارووزیر،عنایت الله نظری .
۲۲- دسرحدونو،قومونواوقبائیلوچارووزیر،سیدحامدګیلانی
۲۳-او دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزی وزیر،ډګرجنرال خدایداد.
دیادونی ده چی له اوږده ځندوروسته د جمهوررئیس حامدکرزی په نوی کابینه کې هم ترډیره دپخواني هغی غړی شتون لري .
دکابینۍ په دغه نوم لړکې دبهرنیوچارو،دساختمانی چارواو
دشیهدانو،معلولینواومعیوبینوچارووزارتونوته دټاکل شویو
وزیرانونومونوشتون نه درلود.
خودبهرنیوچارووزیرپه اړه بیادجمهوری ریاست مرستیال ویاند سیامک هروی رسنیوته ویلی چی ولسمشر وپتېله چی دافغانستان په اړه په لندن کې دجوړیدونکی نړیوال کنفرانس ترجوړیدو پوری دي دبهرنیوچاروځای ناستی وزیر ډاکتر رنګین دادفرسپنتا پرخپلی ځوکۍ پاتی شي .
ولسی جرګی ته د نوموړو کسانو د ور پیژندلو سره سم یوشمیر وکیلانو ددغو وزیرانو له تیرو کړنوڅخه دناخوښی په ښودلو سره جوخت ویل چی دوی ته بیاهم داسی کسان دباوررایه ترلاسه کولوپه موخه ورپیژندل شوی چی په اداري فسادکی ښکیل اودزده کړوپه اړه يي هم کره لاسوندونه په لاس کی نشته
خو دولسی جرګی رئیس محمد یونس قانونی بیاپه دی اړه وویل چی دنومول شویووزیرانوتحصیلی سندونه ولسی جرګی ته وررسیدلی چې یو- یوکاپۍ يي وکیلانوته هم ویشل شوي .
دیادونی ده چی تیره اونۍ دولسی جرګی په عمومی غونډه کی
وکیلانولاواردمخه پریکړه کړي چی ددوه ګونې تابعیت لرونکی وزیرانوته به رایه ورنکړي .
په افغانستان کی دزمری میاشتی ۲۹ په ټاکنوکې دولسمشر حامدکرزی له بریاوروسته په کوردیننه اوبهرکی دافغانستان دچاروڅیړونکواونړیوالوټولنوله ښاغلی کرزی څخه په واروار
داغوښتنه کوله چی په نوی حکومت کی داسی کسان په دندو
وګماری چی په اداري فسادکې ښکیل نه وي اوکاری وړټیا ولري .
دامریکی متحدوایالاتوخوان ده ته خبرداری ورکړی ؤچی که په
شپږومیاشتوکی له افغانستان څخه داداري فسادټغرټول نه کړی نوامریکابه افغانستان یوازی پریږدي .
نووکتل شی چې دولسی جرګی استازی به ترکومه بریده دنوی
کابینۍ وزیرانوته دباوررایه ورکړي .
داخبره په راتلونکوورځوکی روښانه شي .