کور / طنز / دعا

دعا

ياالله حكومت ته لمړى هدايت وكوه او بيا زور وركړه، كه زور وركوې نو داسې زور وركړه چې خلكو ته بندې لارې خلاصې كړي او د خلكو غم وخوري ، كه نه نور يې مه زورور كوه ..! كه په دغه ډول زورور شي او كړه وړه يې همداسې روان وي، نو هسې نه چې په ټولو خلكو به لارې او سړكونه په (ازغي لرونكي تارونو، چكونو او سيمټي ديوالونو) وتړي او كيداى شي چې د خلكو د شخصي كورونو په دروازو كې به هم سيمټي ديوالونه او چكونه ودروي ، چې بيا به نه تنها چې د كابل او نورو ښاريانو ته په تلوراتلو كې ستونځې وي زما په خيال آن چې په ښه او بده ، اختر او ښو شپو كې به د خپلوانو او خېښانو تګ راتګ هم ستونځمن او يا هم نا شونى شي. نو يا الله لږ څه د زور پرځاى زړه وركړه..! چې د خلكو چوپړ او ساتنې ته چمتو شي او ټولنې ته د ډاډ وړ وګرځي او د ټولنې امنيت او ښې رازۍ ته مټې راونغاړي. په اوسني حالت كې خو دوى له خلكو ځان ساتي او د لوړو لوړو ديوانو په شا كې پټ دي.

يا الله ښاروال نور هم لېونى كړې ..! ځكه

چې د نوموړي ليونتوب او د عمر زياتوالى يو ډېر ښه شرعي عذر دى چې ورباندې حد نه جاري كيږي او همدارنګه څارنوالۍ ته هم د نوموړي د خلاصون عجبه يوه ښكلې بهانه ده، ترڅو وكولاى شي څارنوالي هم په ګټو كې ورسره شريكه او د پنځو نورو كلونو لپاره په دغه وران ويجاړ، او درپه در ښاركې ښاروال پاته او د سړكونو د پراخولو او ماسټرپلان د عملي كولو په بهانه د خلكو اصلي شتمنى تالا او د ځان لپاره داسې زمينه برابره كړي ، ترڅو ځينې خپل او ځينې هم د لالا انډيوالان په لوړپوړو سوداګريزو ماڼيو او داسې نورو ونازوي او يا نور……

يا پروردګاره ته خو ددې حالت ناظر يې او دا غريب ولس هم تا پيدا كړى نو يا الله دغه غريب ولس خو نور د ښامار له كومي راو باسه.

يا الله ولسمشر صاحب ته دومره توان او جراآت وركړې ترڅو وكولاى شي چې خپل ځان ته كابينه په خپله خوښه وټاكي او يا د دوو يا دريو تنو څخه اجازه او خوښه واخلي ، اوس خو عاجز هسې تباه دى، ځكه د كابينې له غړو نه يې واكداران او دخوښې او اجازې كسان زيات او يو په دوه او يا له هغو هم زيات دي، هغه د چا خبره چې وايي

(د پلاني سړي له ورا څخه ډمان ډېر دي) يا الله داسې حال په هيڅ مسلمان مه وروله.

يا ربه واوره نوره هم ښه ډېره كړې ، ځكه له يوې خوا به په هېواد كې اوبه پرېمانه شي او له بلې خوا به پوليس د طالبانو له حملو بېغمه وي ، نو كېداى شي دا څو مياشتې د آرامۍ ساه واخلي.

آمين يا رب العلمين