کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / هر خادم مشر د ستايلو وړ دئ

هر خادم مشر د ستايلو وړ دئ

انټرنېټ د شلمې پېړۍ تر ټولو ښه، پرمختللې او ارزښتناكه ډالۍ ده، چې نن ورځ د ټولې نړۍ ډېرى اداري او دفتري چارې د انټرنېټ له لارې په مخ ځي، نن ورځ د نړۍ هرې برخې ته په ډېره ارزانه او وړ بيه كولاى شو چې ليك پرته له كومو ستونزو ولېږو او له خپلو هغو دوستانو او خپلوانو سره چې د نړۍ په ډېرو لرې پرتو هېوادونو كې اوسېږي، پرته له كومې ستونزې وېډيويي خبرې وكړو او پرته له كومې ستونزو او ډېرې بيې ورسره خپل اسناد، ليكونه، انځورونه او نور مهم څيزونه ولېږو.

انټرنېټ يوه ډېره پرمختللې تكنالوژي ده چې نن ورځ د ژوند په ډېرو برخو كې ګټه ترې اخيستل كېږي. خو زموږ په هېواد افغانستان كې چې په وروستيو كلونو كې يې رواج وموند او د مخابراتو وزارت له سټلايټ څخه تر لاسه كړ، ډېر ګران او بيه يې ډېره لوړه وه، خو د مخابراتو هڅاند او تكړه سرپرست وزير اميرزي سنګين په دې برخه او همدارنګه د ټليفون په برخه كې ډېرې جدي هڅې وكړې څو يې بيې ټيټې او هر هېواوال ورته لاسرسى ولري. دا چې د مخابراتو وزارت د انټرنېټ د بيو د ټيټېدو لپاره له پاكستان سره د نوري پايبر د نښلولو په برخه كې د ارزښت وړ تړون لاسليك كړ د ستايلو وړ دى. د افغانستان د مخابراتوسرپرست وزير اميرزى سنګين ويلي، دا لومړى ځل دى، چې له ګاونډي هېواد پاكستان سره د تورخم له لارې د نوري فايبر مخابراتي اړيكې ټينګېږي.

ښاغلي سنګين زياته کړې، چې د دې اړيكې له لارې به، د دواړو هېوادونو تر منځ پر ټليفوني او انټرنېټي اسانتياوو سربېره، د سوداګرۍ، پانګې اچونې، تعليم او ټرانزېټ په برخه كې هم پرمختګونه وشي.

ښاغلي سنګين وويل: “نن يو ډېر مهم ګام اخلو او له پاكستان سره د هېواد د نوري فايبر شبكه تړو. دا شبكه به د دواړو هېوادونو تر منځ ټليفوني اوانټرنېټې ستونزې له منځه يوسي.

د سټلايټ له لارې يو ميګابايټ په څلور زره ډالره وو، خو موږ له پاكستان څخه په شپږ سوه ډالره تر لاسه كړ. موږ يې د افغان ټيلي كام له لارې خصوصي شركتونو ته هم وركولاى شو.”

ښاغلي سنګين زياته كړې، د هېواد د نوري فايبر د شبكې كار دوه كاله مخكې د افغان ټيلي كام د ادارې له خوا پيل شوى او تر اوسه يې اتيا په سلو كې پرمختګ كړى چې، له خدمتونو څخه يې د هېواد په اوولس ولايتونواو اته شپېته ښارونو كې ګټه اخيستل كېږي.

ده دا هم ويلي، د افغانستان او پاكستان تر منځ به د نوري فايبر شبكه وكړاى شي، چې د مخابراتي خدمتونو څرنګوالى ښه او بيې راټيټې كړي.

ښاغلي سنګين په هېواد كې د اوسنيو انټرنيټې خدمتونو د بيو كمول هم اعلان كړل:

“د دغو شبكو له نښلولو سره موږ د جدي له لومړۍ نېټې څخه د انټرنېټ د يو ساعت د خدمتونو بيه، چې شپېته افغانى وه، لس افغانيو ته راټيټه كړه او كه څوك ترې مياشتنى كار اخلي، د يوې مياشتې بيه يې زر افغانۍ ده، هيله ده دا بيې نورې هم لږې شي.”

د مخابراتو د وزارت د معلوماتو له مخې، د نوري فايبر د شبكې په لومړي فيزكابو اويا او په دويم فيز يې شل ميليونه ډالره لګېدلي دي او په درېيم فيز كې، چې كار يې روان دى، د هېواد ټولو ولايتونو ته نوري فايبر ورسېږي، خو خلك اوس هم د دې شبكو له خدمتونو او د بېو له لوړوالي شكايت كوي.

هېوادوال له نورو وزارتونو څخه هم هيله لري چې د مخابراتو د وزارت په ډول دوى هم په خپلو اړوندو چارو كې هېوادوالو ته آسانتياوې برابرې كړي. څوك چې د يو كار وړتيا لري او په خپلو كارونو كې د هېواد او ملت ګټې په نظر كې نيسي ټولو هېوادوالو ته د ارزښت وړ دي او دوى ته به تل د درناوي په سترګه ګوري.

موږ په ياد لرو چې څو كاله وړاندې به زموږ ډېرى هغه هېوادوال چې په ايران او يا به يې هم په نورو هېوادونو كې مسافر درلودل، له دوى سره به يې د خبرو او اړيكې ټينګولو لپاره د پاكستان د كوېټې ښار ته سفر كاوه او بيا به يې له هغه ځايه اړيكه ورسره نيوله. خو نن ورځ زموږ د هېواد ډېر كسان ټليفون لري، هم كولاى شي چې بهر خپلو مسافرينو ته د خپل جېب له مبايل څخه زنګ ووهي او هم د دوى مسافر كولاى شي چې دوى ته په خپل كور او يا هر ځاى كې چې وي زنګ ووهي او خبرې ورسره وكړي.

هېڅ هېوادوال او هېڅ افغان به د خپل هغه مشر چې خدمت يې ورته كړى او د ژوند په چارو كې يې هوسايي او آرامي ورته راوستې ستړيا هېره نه كړي او تل به يې په درناوي سره ياد كړي او د درناوي په سترګه به ورته وګوري. له ټولو چارواكو او مشرانو هيله كوو، چې خپل ملت ته بنسټيز كار وكړي، څو يې هېوادوال د خپلو خادمانو په توګه وپېژني، نه دا چې سبا يې ټول هېوادوال د خاينينو په نوم سره ياد كړي.

د هېواد د آرامۍ او آبادۍ لپاره د ټولو چارواكو د پاملرنې په هيله