کور / سياسي / موږ خپل شهيدان نه پلورو

موږ خپل شهيدان نه پلورو

موږ خپل شهيدان نه پلورو
هم مې وژنې هم پر ما باندې ژړا كړې

د كومې پېښې په اړه به خواشينې څرګنده كړو، نور خبرې له خواشينۍ هم تېرې شوې دي، څو مياشتې وړاندې د جرمنې هېواد سوله له منځه وړونكو پوځونو د كندوز په ولايت كې په هغه كاروان باندې بمبار وكړ چې د طالبانو له خوا له لارې ګرځول شوي و، او د كلي خلك د تېلو په وړلو بوخت و، چې په پايله كې په لسګونو كسان په داسې ډول او داسې وسلو وژل شوي و، چې سهار د مړو يوازې هډونكي ښكارېدل.

وورسته له څو مياشتو اوس د جرمني حکومت د کندز د بمبارۍ د قربانيانو خپلوانو ته تاوان ورکوي، دوى مو يو ځل وژني او بيا مو پاتې شونو ته د خولې د بندولو لپاره تاوان وركوي، آيا د يو كس د مړينې تاوان همدا دى چې كورنۍ ته يې پنځوس زره افغانۍ وركړل شي او نور د تل لپاره د خپل مړي پوښتنه ونه كړي او بس.

دوى اوس چا ته تاوان وركوي، هغو كسانو ته چې اوس په قبر كې پټ شوي دي، دوى به د دوى تاوان څه كړي، هغه پښتو متل دى، وايي چې (پر ما شوله دنيا تېره، خداى دې نه كړي دنيا نوره) مانا دا چې زه له دې نړۍ وكوچېدم بيا كه دنيا هر څو ارته شي او هر څومره آسانتياوې ډېرې شي بيا به يې زه څه كړم. اوس هم دا چې د كندوز په سلګونو خلك يې د بمبار په وسيله چې دوى ته ښه تره څرګنده وه چې په تېلو باندې ملكي كسان بوخت دي ووژل اوس كه دوى ته هر څومره تاوان وركړي دوى به يې څه كړي. اوس دوى ته د دې نړۍ ښې او بدې كوم ارزښت نه لري. دوى اوس د دې نړۍ له آبادۍ او ورانۍ سره كار نه لري.

د دې پېښې په پايله كې د کندز په لسګونو ملکيان ووژل شول، د جرمني په مرکز برلېن ښار کې د دفاع وزرات چارواکې او مدافع وکيلان په يوې لانجمنې مسلې کې ښکيل دي او د بشري قېمت په سر چنې وهي.

د ډسمبر په ۷ مې نېټې د جرمني حکومت وويل، د کندز په پيښې کې ۱۴۲ کسان مړه او ټپيان شوي او دوى غواړي د قربانيانو کورنيو او خپلوانو ته تاوان ورکړي.

يو افغان ټبري مدافع وکيل کريم پوپل وايي، د کندز د چهاردرې ولسوالۍ د وژل شوو، اته اويا کسانو د خپلوانو استازيتوب کوي. دى وايي، شواهد ښيي د کندز په حملې کې چې يوه جرمن قوماندان د تېلو په دوو ټانکرونو باندې د هوايي بريد امر ورکړى و، ۱۳۷ کسان وژل شوي، ۲۲ نور تري تم او شل ټپيان شوي دي. دى وايي په وژل شوو کې يوازې پنځه تنه طالبان وو.

ډي پي آ آژانس ليکي: دا لومړى ځل نه دى چې جرمن ځواکونه د افغانستان په شمال کې په غير قصدي ډول ملکي خلک وژني او دا هم لومړى ځل نه دى چې برلېن په تاوان ورکولو سلا شوي.

د آژانس په وينا، له ۲۰۰۱ زېږديز کال يعنې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ اېتلافي ځواکونو له لاسوهنې راهيسې ناټو ځواکونو په وار وار په عملياتو کې د وژل شوو کسانو خپلوانو او کورنيو ته تاوانونه ورکړي او بيا يې هم ممکن ورکړي.

د ۲۰۰۸ زېږديز کال د سپټمبر مياشت کې د جرمني پوځ وويل، په افغانستان کې د سړک خلاصولو په عملياتو کې د دريو ملکي کسانو د وژل کېدو په بدل کې يې د هغوى کورنيو ته ۱۹ زره امريکايي ډالره تاوان ورکړ. يعنې هرې کورنۍ ته ۶۳۰۰ امريکايي ډالره ورسېدل.

د بشري حقونو د څارنې ډله وايي، په افغانستان کې د اېتلافي ځواکونو په عملياتو کې د وژل شوو افغانانو هرې کورنۍ ته په منځني ډول۲۵۰۰ امريکايي ډالر تاوان ورکول کېږي. خو ځينو ته هېڅ هم نه دي ورکړل شوي.

ډي پي آ ليکي: د کندز د پيښې د تاوان ورکولو مسله چې د وژل شوو دقيق شمېر يې لا نه دى څرګند، په جرمني کې يې بحثونه ګرم کړي دي او دا پيښه په يوې حساسي مسلې بدله شوې ده.

په برلېن کې د اوټو زوهر سياسي علومو انسټيټيوټ کې استاد کريسټيان زويرخر وايي، د قربانيانو د تاوان په اړه بايد چې د هغوى له کورنيو او د کليو له قومي مشرانو سره خبرې وشي او دا مسله بايد چي د مدافع وکيلانو او ډيپلوماټانو له لارې اواره نه شي. دى وايي، دا انديښنه او خطر هم شته چې د تاوان پيسي ناسمو خلکو ته لاړې شي او د افغانانو تر منځ به دا مفکوره را ژوندۍ کړي چې لويديځ لاهم د پيسو په ورکولو سره په افغانستان کې اداري فساد جاري ساتي.

دي پي آ ليکي: د جرمني د دفاع وزارت تر اوسه د کندز د پيښې قربانيانو ته د تاوان د پيسو دقيقه اندازه نه ده په ډاګه کړې او د چهارشنبې په ورځ يې د يوې ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې وايي د دفاع وزرات د قربانيانو کورنيو ته په دريو ميليونو يورو تاوان ورکولو سلا شوي دي.

آژانس ليکي: د افغانستان حکومت د وژل شوو بې ګناه ملکيانو هرې کورنۍ ته دوه زره امريکايي ډالر ورکوي او که چېرې د دريو ميليونو يورو مسله رښتيا شي نو دا به په افغانستان کې د تاوان ورکولو تر ټولو ستره اندازه وي.

څېړونکي وايي، د جرمني حکومت نه غواړي چې د محکمې له حکم پرته دې د پېښې قربانيانو ته د تاوان پيسې ورکړي. دوى وايي، مدافع وکيل کريم پوپل هم ګواښ کړى چې مسله به په محکمې کې فيصله کوي.

څېړونکي دا هم وايي، د وژل شوو کسانو کورنيو ته بايد د افغانستان د مروجو اصولو، دود او دستور په اساس تاوان ورکړل شي او دا مسله بايد چې لويديځو محکمو ته وړاندې نه شي.

د جرمني دفاع وزير ګوتينبرګ د جرمني زي ډي ايف ټلويزيون ته ويلي چې په افغانستان کې له پوځي لارې برى نه شي تر لاسه کېداى. نوموړى دا خبرې له كندوز څخه د ليندې په مهال كړې دي. خو دا يې نه ده څرګنده كړې چې ولې يې په لوى لاس په كندوز كې په سلګونو كسان له دوو ټانكرونو څخه قرباني كړل په داسې حال كې چې ټانكرونه او تېل يې هم په لاس نه ورتلل. خو نن ورځ مالومه خبره ده چې افغانان د يوې وسلې او يوې آزموينې په توګه كارول كېږي، اوس بېلابېل هېوادونه پر افغانانو خپلې نوې جوړې شوې وسلې آزمايي، او بيا وايي پلانۍ هېواد د پلانۍ پېښې قربانيانو ته تاوان وركوي، هغه د شعر يو بيت دى چې وايي هم مې وژنې هم پر ماباندې ژړا كړي، دوى مو هم وژني او هم بيا راسره اوښكې تويوي كه چېرې په سهوي توګه وي نو بيا خو لويديزوال تر ټولو وروسته پاتې دي، ځكه چې دا لومړى ځل نه دى چې دوى په خپلو بمباريو او خپلو عملياتو كې سهوه كېږي، دوى هره ورځ له سهوو سره مخ دي. دوى هره ورځ له افغان ملت بښنه غواړي او يا هم د تاوان چيغې وهي، خو افغان ملت د خپلو مړو تاوان نه اخلي او نه هم خپل شهيدان پلورلاى شي. د كندوز د چهاردرې خلك به په يو غږ دوى ته چيغې كړي چې موږ خپل شهيدان نه پلورو.