کور / علمي / د كيوتو تړون او د نړېوال اقليم راتلونكى

د كيوتو تړون او د نړېوال اقليم راتلونكى

۰۶-۱۲-۲۰۰۹

د نړۍ تودوښه، هغه مساله چې د ۸ لويو هېوادونو او د ځينو مخ پر ودې هيوادونو د مشرانو د هرې غونډې پر مهال لانجه راپورته كوي. د نړۍ تودوښه د هغه ګازونو له امله رامنځ ته كېږي چې د شين كوريزه ګازونو يا د ګرين هوس كېسس په نوم ياديږي. د شين كوريزه ګازونو زياتره برخه كاربن داى اكساېد جوړوي، چې همدا د سوند توكو څخه رامنځ ته شوى لوګى يې يوه بيلګه ده.
په لنډه توګه د شين كوريزه ګازونو په اړه او د چاپيريال ساتنې په اړه په تيرو څو لسيزو كې پرمختګونو او ګواښونو نظر اچوو.
په لومړي ځل په كال ۱۸۲۴ كې فرانسوي فزيك پوه جوزف فورير پر ځمكې د شين كوريزه ګازونو اغيزه روښانه كړه. په كال ۱۹۷۲ كې د چاپيريال په اړه د ملګرو ملتونو لومړنۍ غونډه په سټاكهولم كې ترسره شوه چې پر كيمياوي ناولتوب، د اتمي بمونو آزمويل او د وېل )يو ډول لوى سمندري كب( پر ښكارولو متمركزه وه.
په ۱۹۸۷ كال كې د مونټريال په نامه يو بل تړون لاسليك شو چې د هغه كيمياوي توكو له كارونې څخه يې مخنيوى كاوه چې د اوزون قشر د زيانمن كېدو لامل كېږي.
په ۱۹۹۲ كې د ريو نړيوالې غونډې په ترڅ كې د اقليم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چلند كنوانسون ومنل شو چې تر اوسه ۱۹۲ هيوادونو لاسليك كړى. د دې كنوانسيون موخه د اقليم د بدلون د مخنيوى لپاره د شين كوريزه ګازونو د كچې ثابت ساتل وو او ۱۲۰ هېوادونو لاسليك كړ.
د كيوتو پرېكړه په ۱۹۹۷ كال كې لاسليك شوه چې په كې صنعتي هېوادونو هوډ وكړ چې تر ۲۰۱۲ كال پورې خپل د شين كوريزه ګازونو توليد د ۱۹۹۰ كال د كچې تر ۵ سلنې كم كړي. خو بيا وروسته د امريكا متحد ايالتونو د شين كوريزه ګازونو په كمولو كې رغنده كړنې ترسره نه كړې.
په كال ۱۹۹۸ كې د انټركټيكا د لارسېن يخبند څخه د ۲۰۰ كيلو متر مربع په اندازه برخه د هوا د تودوښې له كبله جدا شوه. په ۲۰۰۱ كال كې ګزارش وركړل شو چې په تيرو ۵۰ كلونو كې د تودوښې د رامنځ ته كېدو زياته پړه د انسانانو پر فعاليتونو ده. په همدغه كال د امريكا د وخت ولسمشر جورج ډبليو بوش د كيوتو له تړون څخه ووت.
د كيوتو تړون د ۲۵ مادې پر بنسټ، له هغه تاريخ څخه چې ۵۵ هغه غړي چې د شين كوريزه ګازونو ۵۵ سلنه توليدوي، دا تړون تصويب كړي، تړون اجباري بڼه ترلاسه كوي. كله چې آېسلنډ د ۲۰۰۲ كال د مې په ۲۳ مه دا تړون تصويب كړ، د ۵۵ غړو شرط يې بشپړ شو او د ۲۰۰۴ كال د نومبر په ۱۸ كله چې روسيې دا تړون تصويب كړ، نو د ۵۵ سلنې توليد شرط يې هم بشپړ شو. له همدې كبله د كيوتو تړون په ۲۰۰۵كې د هغې د غړو هيوادونو لپاره د يوه نړېوال قانون بڼه غوره كړه.
په ۲۰۰۹ كال كې چين د شين كوريزه ګازونو په توليد كې تر امريكا، چې تر دې دمخه يې تر ټولو زيات شين كوريزه ګازونه توليدول، مخكې شو. خو د سړي سر په حساب امريكا اوس هم تر ټولو زيات شين كوريزه ګازونه توليدوي.
اوس مهال چې كوم كنفرانس په كوپنهاګن كې روان دى، د كيوتو تړون ادامه ده، نه كوم نوى تړون. تمه كېږي چې د دسمبر په ۷مه به د نړۍ د ۶۰ هېوادونو مشران، د ملګرو ملتونو چارواكي، اقليم پوهان او د چاپيريال ساتنې فعالين به د دوه اونيزه كنفرانس لپاره سره غونډ شي. د هغوى موخه د شين كوريزه ګازونو د مخنيوي په برخه كې د يوه قانوني محدويت د تړون رامنځ ته كول دي. خو د تل په څير دا پوښتنه پاتې ده چې كه تړون رامنځ ته هم شي، آيا لاسليك كوونكي هيوادونه لكه امريكا، به عملي اقدامات ترسره كړي او كه نه؟
د كوپنهاګن كنفرانس د چاپيريال ساتتې او د نړۍ د تودوښې د مخنيوي په برخه كې د يوه تړون د رامنځته كولو لپاره د وروستي ښه فرصت په توګه ګڼل شوى. چيرل كرونيك چې په ګرين پيس انګلستان كې د اقليم ساتنې په برخې كې سلاكار دى وايي: “موږ هر څومره ژر چې كېږي بايد د كاربن د توليد په اړه په پرمختللو هېوادونو كې يو قانوني محدودونكى تړون ولرو. برسيره پردې بايد پرمختللي هيوادونه د مخ پر ودې هېوادونو سره د ځنګل ساتنې او د انرژۍ د نويو لارو او منابعو په موندلو كې مالي مرسته وكړي.”
د كيوتو د تړون له مخې د هند او چين په څير مخ پر ودې هېوادونه چې نفوس يې زيات دى، د شين كوريزه ګازونو د توليد د كچې كمولو ته اړ نه و. خو اوس مهال پرمختللي هېوادونو لكه امريكا په دې ټينګار كوي چې بايد مخ پر ودې هيوادونه هم د كاربن ډاى اكساېډ د كچې په كمولو كې رغنده ګامونه پورته كړي.
په روانې غونډې كې د هند وزيراعظم من موهن سنګهـ، د امريكا د فشار په پايله كې، په غوندې كې ګډون ته چمتو شو. تر دې وړاندې د هند ډلې مشري د مركزي حكومت د چاپيريال وزير كوله. كه له يوې خوا امريكا پر هند فشار راوړي ترڅو په غونډې كې لوړپوړي چارواكي ګډون وكړي، له بلې خوا پخپله د امريكا ولسمشر چې تمه كېده د دسمبر په ۷مه په غونډې كې ګډون وكړي، خپل ګډون د غونډې وروستيو ورځو، د دسمبر ۱۸مې ته ځنډولې.
د تودوښې د كنټرولو په برخې كې د امريكا متحدو ايالتونو تيرو كړنو او اوسنۍ بې ميلۍ ته په پام سره نه ښايي چې د امريكا متحد ايالتونه چې د نړۍ تر ټولو زيات شين كوريزه ګازونه توليدوي، په راتلونكي كې دې د چاپيريال ساتنې په برخه كې رغنده ګامونه پورته كړي. له همدې كبله ورځ تر بلې به د نړۍ تودوښه زياتيږي، او نړۍ به د ګواښ سره مخامخ كوي.