کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د نوې كابينې اعلان ته په اشارې كه له يوې خوا د هغې په وړاندې د ولسي جرګې چلند سخت بللې له بل لوري د وزيرانو د كارونو د څارلپاره د يو منظم سيسټم د جوړولو سپارښتنه كړې.
ورځپاڼې د نوى كابينې په اړه د يو شمير خلكو نظرونه هم خپاره كړې او ليكلي، چې د نوى او پخوانۍ كابينې ترمنځ كوم ځانګړې توپير نه په سترګو كيږي.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د امريكايي چارواكو په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې په افغانستان كې ديريشت ميليارډه ډالره لګولي، چې اكثره يى د عملي كار پر ځاى په تنخواو، لوكسو دفترونو او لوكسو موټرونو مصرف شويدي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د افغان امنيتي ځواكونو روزل هم د امريكا په وړاندې يوه ستونزه بللې او ليكلي، چې پدې بهير هر كالې لس ميليارډه ډالره لګښت راځي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياته برخه ولسي جرګې ته د نوى كابينې ورپيژندلو ته ځانګړې كړې او پدې ترڅ كې د هغو نوماندو وزيرانو انځورونه هم خپاره كړې، چې ولسي جرګې ته د پيژندګلوۍ لپاره تللي وو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې دغو وزيرانو ته د باور راى په وركولو تبصره كړې او ولسي جرګې ته يى سپارښتنه كړې، چې دا بهير بايد د ملي ګټو په پام كې ساتلو سره سرته ورسوي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د ولسمشر كرزي د وياند وحيد عمر دا وينا هم راخستې، چې نوى كابينه د ملي ګټو پر بنسټ جوړه شوې ده.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې نوى كابينه وزيږيدله او پدې ترڅ كې د مارشال فهيم د وينا دا ټكې هم راخستي، چې د خلكو ماته بيړۍ بايد د مراد ساحل ته ورسولې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې يو ځلې بيا ولسي جرګه د نوى كابينې په وړاندې خپلو مسؤليتونو ته متوجه كړې او ليكلي، چې بايد له زيات دقت نه كار واخلي.
په ورځپاڼه كې د فساد پر ضد د ملي غونډې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي،چې ددې غونډې د پايلو په عملي كولو سره فساد له منځه نه ځي، خو كميږي.
ورځپاڼې د افغان ښځو روان حالت هم څيړلې او دوى ته يى د دولت نه پاملرنې ته په اشارې ليكلي، چې دې كار افغان ښځې د تير په پرتله زيات زيانمنونكې كړي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې كړيدي.
انيس هم پخپل لومړي مخ كې د هغو ديرشتو وزيرانو انځورونه خپاره كړي، چې پرون ولسي جرګې ته د باور راى د ترلاسه كولو لپاره ورپيژندل شوي او پخپله سرمقاله كې له نوى كابينې نه د خلكو هيلو ته په اشارې ليكلي، چې خلك له نوى كابينې څه غواړي.
خو اصلاح هم پخپله سرمقاله كې له ولسي جرګې نه غوښتي دي، چې نويو وزيرانو ته د باور راى په وركولو كې ملي ګټې په پام كې وساتي او داسې پريكړه وكړي، چې د خلكو خير پكې نغښتې وي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپل لومړي مخ كې يو كارټون خپور كړې، چې پكې د افغان ولسمشر او د ملي شورا د غړو ترمنځ معامله ښودل كيږي او ليكلي، چې وكيلانو خو په انتخاباتو كې زياتې پيسې اخستي او اوس بايد وزيرانو ته د باور راى وركړي.
ورځپاڼې ولسي جرګې ته د نوى كابينې ورپيژندلو ته په اشارې د دې جرګې د يو غړي په حواله ليكلي، چې د كابينې د غړو سوانح بايد لږ تر لږه څلور ورځې مخكې دوى ته استول شوې واى.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا دا انتقاد كړې، چې په اكثره مهمو پوسټونو پخواني وزيران پاتې دي.