کور / تازه خبرونه / پکتیاوال: په کابینه کې یو وزیر هم نلرو

پکتیاوال: په کابینه کې یو وزیر هم نلرو

دپکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د سیاسی ګوندنو،مدنی ټولنو، او قومی مشرانو یوه اختجاجی غونډه وکړه،.
د غونډه د ولسمشر کرزی لخوا په وړاندې کړل شوی کابینه کې نااهلو کسانو ته وزاتونه ورکول او پکتیاوالو ته وزرت نه ورکولو په موخه جوړاشوی و.
غونډه چې د ګردیز ښاروالی په انګړ کې جوړا شوی وه .پکې ډیرو ګډونوالو یی د ولسمشر کرزی لخوا پکتیاوالو سره د کړیو ژومنو او د هفوی نه تر سره کول یادول.
غونډې ته یو تن ګډونوال ډکټر عبدالهادی حماس خپلې خبرې داسې وکړې:مرکزی دولت هر وخت پکتیاوالو سره ژمنې کوی.خوتر اوسه یوه هم نده پوره شوی.
څه باندې سل میلیونه ډالر چې پکتیا کې بېلابېلو پروژو لپاره ځانګړی شوی تراوسه د دې ولایت چارواکو ته په واک کې ندی ورکړل شوی او پروژې تر اوسه پورې ندی پیل شوی.
همداشان د کولتوري ټولنو استازی معراج الدین د غونډې ګډونوالو ته ووې چې:مونږ دې کرزی په هغه خبره ګیله من یو چې د ټاکنو پرمهال یی پکتیا ته په یو سفر کې منلی وه چې اریانا په نوم شخصی پوهنتون پکتیا ته رالیږ دوی.
نوموړی وویل چې اریانا پوهنتون چې پښور کې فعالیت کوی ،دپکتیا.خوست او دپکتیکا سربیره دسویلی سیمو په سلګونه محصلان په کې زدکړه کوی چې ډیر کله د پاکستانې پولیسولخوا ځورول کیږی .
همدا ډول نورو ګډون والو هم په خپلو خبروکې ووې چې: د کرزی هغه ژمنې چې پکتیاوالو سره شوی ندی ترسره شوی. چې په دي ډیر تېرې ناراضه دی.
دغونډې په پای کې په دې پرکړه وشو چې راتلونکی پنجشنبه کې به د لوې پکتیا په کچه یو لویه غونډه راغواړو
چې په اوسني کابینه کې د دې زون څخه د یو تن وزیر غوښتنه به یې د غونډې مهم ټکي وی.