کور / تازه خبرونه / د جرمني دفاع وزير له طالبانو سره د خبرو ملاتړ وكړ

د جرمني دفاع وزير له طالبانو سره د خبرو ملاتړ وكړ

د جرمني د دفاع وزیر په افغانستان کي د شخړو د پای ته رسېدو لپاره له منځ لارو وسلوالو طالبانو سره د سولي د خبرو ملاتړ وکړ.

د دفاع وزیر په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ د جرمنی ویلت ام سونتاګ ورځپاڼې خپره کړې، ویلي هر یاغي د لوېدیځ لپاره خطر نه دی، او دی نور په دې باور نه دی چي له وسلوالو طالبانو سره دی په هیڅ ډول خبری نه کیږی، خو د خبرو لپاره باید یولړ معیارونه په پام کی ونیول شی.

تردې مخکي جرمني له طالبانو سره د هر راز معاملې او جوړجاړي مخالفت کاوه.

د یوه بل خبر له مخي د جرمني د ستر مخالف ګوند مشر ویلي چي ګوند به یې افغانستان ته د نورو جرمني عسکرو د استولو ملاتړ ونکړي.

د سوسیال ډیموکراټ ګوند مشر سیګمار ګابریل له یوې جرمنۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي چي پرون خپره شوې ویلي، موږ ته په کارده چي، د ملکي بیارغوني چاري پیاوړي کړو نه پوځي چاري.