کور / تازه خبرونه / هند: د ممبى د حملې ملزمان نه بخښو

هند: د ممبى د حملې ملزمان نه بخښو

د هند د بهرنيو چارو وزير ششي تهرور وايي حکومت د امريکا سره يو ځاى په نوي ډيلي کي د ممبى د حملو څېړنه کوي او د دې حملو ترسره کوونکي به ونه بخښي.
نوموړي ويلي د هند حکومت هڅه کوي چي په دې باب سنجيده ګام واخلي او نيول سوي کسان به د محکمې له سزا څخه خلاص نسي.
هغه وويل د پاکستان پر وړانديز باندي د هند حکومت غور کوي، خو دا په دې معنى نه دئ چي د دې پېښي ملزمين دي وبخښل سي.
د يادوني وړ ده چي تېره اونۍ د هند يوې محکمې د ممبى د بريد په تور نيول سوئ کس اجمل قضاب په اعدام محکوم کړ، خو وروسته يې اعدام تر نامعلوم وخته وځنډول سو.