طالبان : موږ ۸۰٪ افغانستان کنټرولوو

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 22nd, 2009


د پاکستان نیوز اخبار راپور ورکوی چی د طالبانو لخوا د پکتیکا والی او تکړه قومانذان ملا سنګین په یوه تازه ویډیو کی ویلی چی د افغانستان ۸۰٪ خاوره زموږ په کنټرول کی ده او امریکایان درواغ وایی چی طالبان د امریکایی عملیاتو له لاسه پاکستان ته تښتی . ده ویلی چی امریکا ښه پوهیږی چی موږ همدلته یو او د دوی سره جنګیږو . امریکا زموږ پر هېواد د نیکمرغۍ او ترقۍ په بهانه حمله وکړه خو هغوی برعکس افغانستان وران کړ ، په زرګونو افغانان یې شهیدان کړل او کورونه یې بمباري کړل . ده زیاته کړه چی امریکا د اوضاع په مغلق تیا نه پوهیږی او په غلطه سره ادعا کوی چی طالبان د بل چا اجندا ده ، خو نور نو د امریکا لپاره دا وخت رارسېدلی دی چی پوه سی چی موږ افغانان یو او د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره جنګیږو . دا ویډیو نن خپره سوه .

Copyright Larawbar 2007-2024