کور / سياسي / شادي بازي (خندنۍ موسکا ، خونړۍ امسا)

شادي بازي (خندنۍ موسکا ، خونړۍ امسا)

امریکا :
خندنۍ موسكا ، خونړۍ امسا
پروفیسورکابلی والا ، هندوستان

ـــ دې وطن ته نور دپردیو پښې راخلاصې شوې … هره شادي بازی یې چې زړه و غواړی هغه به پرې کوي… »

شادي بازي

دکابل پوهنتون نومیالی استاد پوهاند فاروق اعتمادي څخه د (۱۳۵۸ کال دجدی په ۱۰ دتاریخ څانګی یوې زده کوونکې پوښتنه وکړه چې : استاده داڅه حال شو ، دا روسان خو همداسې ژوندی پردې خاوره راننوتل اوهرڅه چې غواړی هغه کوي ، ستاسې په نظر به ددې هیواد برخلیک څه وي ؟
هغه ډیرپه قهرو ، پرته له دې چې په دغه اړه ډیر فکروکړي ، ترخوله یې راووتل ، :
« بچیه ،له افغانستان څخه رنډۍ جوړه شوی ، کله داودخان صاحب پرې … وی ، کله تره کې صاحب ، کله امین صاحب او اوس هم دادی ببرک روسانو پرې …. کړی دی . خدای خبر چې سبا به بیا دچا واروي …
دې وطن ته بیادپردیو پښې راخلاصې شوې … هره شادي بازی یې چې زړه و غواړی هغه به کوي… »
له دغې خبرې څخه پورې یودیرش کاله تیرشول ، ارواښاد اعتمادی په دې پوه و چې دغه هیواد نوردپردیو دسیالیو په ډګرباندې بدل شو، داخو دهغه نومیالی عالم اومورخ خبره ده چې په خپل وخت کې وکړه ، له نوموړې خبرې سره اړوند :
زموږپه ټولنه کې چې څوک څوک غولوي اویاهم د سړي په سترګو نه ورته ګوري ، نو په ډول ډول بهانواوپلمویې غولوي اوان چې خبرې ته یې هم څوک غوږ نه نیسي ، که کمزوری و نو بیا یې چې څه زړه وغواړي هغه ورباندې کوي ، په دغه حال کې چې لږ په خبره پوه کسان له یوه اوبل سره خوله په خوله شي نوداخبره سره کوي چې : ښه شادي بازي خو یې ور باندې پیل کړې ده .
امریکا او دهغې ناکامو اود افغانستان له رښتیاووڅخه ناخبرو مامورانو له خپلو اروپایی پټوسترګو انډیوالانو په تیره انګریزانو سره په افغانستان کې اوس په داسې یوې ماتې سیاسي شادي بازي باندې لاس پورې کړی دی ،چې ان په امریکا کې هم دافغانستان دستونزې او خپلې مداخلې له امله له توپان توپان پوښتنوسره سره مخامخ شوی دي . داسې پوښتنې چې له شمیره زیاتې دي ،چې دلته یې یوڅو په لنډه توګه رااخلو:
لومړی ترهرڅه دمخه جالبه او دپاملرنې وړخبره داده چې امریکایی میدیا اومطبوعات دافغانستان په اړه خپله ډنډوره لري اوزموږ دخلکو په ویناپرته له دې چې موږ ته وګوري او له موږ پوښتنه وکړي هغوی خپله دنبوره غږوي ، داسې چې په افغانستان کې هرڅه تیریږي هغه په کرزي او یا دهغه په ورور وراچوي ، کله وایی چې دکرزي فسادي اداره د مفسدو کسانو لپاره یوه پناګاه ده ، اوچې کله بله موضوع پرې ودریږي نو بیا وایی چې وروریې په قاچاقو کې ترستوني ډوب دی اونور … خوپه دې بیا سترګې پټوي چې دکرزي اداره دا ناشولته او خاینې هڅې دچا په مرسته او دچا په اشاره ترسره کوي… ؟
مانا داچې امریکایی مطبوعاتو دکرزي په وړاندې په داسې سنګرکې ځان کلک کړی چې هرډز یې باید په همدغه نښه (کرزي ) اویادهغه ( په فساد ککړو یارانو ) باندې ولګیږي چې لامل یې دکرزي هغه کمزورې مطبوعاتي پالیسې ده چې په تیرو څوکلوکې یې ونه شوای کولای ځانته یوداسې مطبوعاتي چتر جوړکړي چې لږترلږه له هغوتورونو څخه خودفاع وکړي هغه چې رښتیا نه دي اوامریکایی میدیا یې په پټوسترګو پر کرزي اودهغه په اداره پورې په پټوسترګوورتړي . کرزي بایدله ګاندي زده کړي وای ګاندي دهند دآزادۍ په مبارزه کې له دغې هوښیارۍ څخه کارواخیست چې له مطبوعاتوسره یې په ملي اونړیواله کچه ځان داسې غاړه غړۍ کړ چې په هرڅه کې یې دهغو له مرستې اوکرامته پرته ګام نه اوچتاوه . همداوه چې ترده نومیالی نومیالی مبارزین دخلکوله یاده ووتل او دی په هغو ټولوکې دهمدغو مطبوعاتو له برکته دهند دمعاصر تاریخ مخ ته بریالی اواتل راووت .
خوله بده مرغه چې کرزي برعکس له خپلومطبوعاتو او فرهنګی سرچینوحتی فرهنګی مشاورینواوشونتیاووڅخه په تیروڅوکالوکې په استخباراتې اوجاسوسي برخوکې کارواخیست او لایې اخلي ، کومې آرې دندې اوآزادۍ چې افغاني مطبوعات، میدیا اوفرهنګ یې لري هغه یې له یاده ترې ایستلې دي ، همداده چې میدان امریکایې میدیا ته پاتې دی، داسې چې ان دافغانستان درسمي پالیسی برخلیک په بریا او ناکامۍ باندې هم خلک دهغوی ژبو او کرښو ته هرسهار اوماښام سترګې اوغوږونه په لاره وي .
که دافغانستان حکومت یوپیاوړې ، آزاد، برلاسی او په مسلکي لحاظ پوره مطبوعاتي سستم درلودای نو په دې کې شک نه و چې داوسنیوستونزو کچه به یې درسواییو ترپولې پورې نه رسیده. اوهرڅه چې امریکایی میدیا ویلای هغه به دهرچا لپاره دمنلو وړ نه وو.

دویم داچې امریکایی حکومت داوباما په ګډون نه پوهیږي چې له کرزي سره څه وکړي ؟ که یې له منځه وړي نو خبره تردې هم خرابیږي ، که یې ملاتړوکړي دنړیوالوپه وړاندې په ملامتوکې راځي ځکه نو دغه کارته هم اوږې نه شي ورکولای ، همداده چې هرڅه یې په نن اوسبا باندې تړي او په دغه هغه لوبه کې یې چې هماغه شادي بازي ورته ویلای شو اړوي رااړوي … نژدې یوه میاشت شوه چې اوباما دافغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړه ، دغه اعلان نه و یو ببو و، داچې څه به وي ، ښه به وي که بد ، دوی دې ته هم نه ګوري چې پیشو خوبه له خټو جوړه کړي خو ساه به څوک ورکوي ؟، دوی په دغه اړه دافغانستان خلک پوښتیدلي ؟ لږ ترلږه دوی ددغو خلکو چې دوی ورسره لاس اوګریوان دي په اراده پوهیږي که نه؟ دوی ته هرڅه ټوکې ښکاري ، دوی په دې نه پوهیږي چې دلته یومهال تر ۱۵۰ زره زیات نومیالي روسي پوځیان هم په هره خواکې خواره او پراته وو خو پای یې داشولکه چې ګورباچف وویل چې دوی (امریکایانو ) له موږ څخه هم زده کړه ونه کړه لکه ړانده پر هغه هیواد باندې ورغلل چې موږ (شوروی ) یې بیرته په (روسیه ) باندې ودرولو …

دریم : امریکایی پوځیان اوس پرخپل پلان هغه چې په افغانستان کې داوږدمدتي شته والي اوپاتې کیدو پلان دی ، دهغه لپاره کارکوي داسې چې په خپله په امریکایی اداره کې له کچې زیات برلاسي لوړرتبه مامورین یې مخالف دی ، پراختیاغوښتونکواوجګړه ماروامریکایانو دهمدغو موخو دڅارلوپه خاطراروپایی تش په نامه « یووالی» هم له ځان سره مل کړی ، چې پایله یې دامریکایی او اروپایی بې ګناه اوپټوسترګو ځوانانو له وژنې پرته بل څه نه ده ، دوی تراوسه هم نه پوهیږي چې افغانستان عراق نه دی چې هرڅه به په یوکال او یوه میاشت کې دلته حل اوفصل کیږي . خو دتیرو دریو میاشتوله ګوزارونو اوس اوس داسې ښکاري چې دوی ته ورمعلومه شوې چې افغانستان عراق نه دی اوپه دې اوس پوهیږي چې په افغانستان کې راښکیل کیږي او یوه ورځ به لاره داسې ترې ورکه چې نه به پوهیږي چې یوه ډوډۍ څوپتیرې کیږي …
دعامو افغانانو ښځو، ماشومانو وژل ، بې کوره کول ، د روغتونو او ښونځیو ، مدرسو او جوماتونو ړنګول ، داهغه څه دي چې خونړۍ امریکایې واکمنۍ یې په افغانستان کې ترسره کوي . څومره شرمناکه خبره ده چې د نژدې یوې لسیزې په ترڅ کې امریکا یې یرغلګرو یوسند هم د نړۍ په وړاندې کینښود چې دهغه له مخې د ې یوافغان هم دتروریزم په اساسی کړیو کې دامریکایی او اروپایی انسان په وړاندې په وژنه تورن وي ، افغانان نه شي کولای چې دعربې ، پاکستانی ، عراقی ، سودانی ، ازبکی او ایرانی ، تاجکي ،انګریزي او امریکایې ورانکارو اتباعو دکړو وړو اوجنایاتو مسوولیت پرځان واخلي او هره ورځ دې بې ګناه ووژل شي . برسیره پر دې زموږ زړه پر هغو ځوانو اوپټې سترګې خارجي سرتیرو باندې هم سوځي چې دم ګړۍ په افغانستان کې وژل کیږي ، داډیره دافسوس خبره ده چې اوس امریکا یې الوتکې امریکا ته پرته له دې چې دلسګونو او شلګونو ځوانو سرتیروتابوتونه یې یوپربل باندې نه وي ایښې الوتنه نه کوي .دوی هره اوونې دلسګونو امریکایی پوځیانومړي په بیرغ پوښلو تابوتونوکې دهغو ی کورنیو ته سپاري . مانا داچې امریکایی سړي وژونکې پوځي واکمن تراوسه هم په دې نه دي راضي چې په سیمه کې ستونزه زر پای ته ورسیږي ، ترپوله په هغه خوا دپاکستان وسله وال کول او هغه هیواد ته دملیاردو ډالرو سپارل په خپله په سیمه کې کړکیچ ته لمنه وهل اود افغانانو دوینو تویولو او وژلو بهیرته هم په افغانستان اوهم پښتونخواکې دوام ورکول دي.
پښتانه خو تراوسه هم ویده دي ، یوڅو چې په کې په خبره پوهیږي دم ګړۍ امریکایانو دهغوی دیوشمیر خولې اوسترګې په پیسو او وعدوور تړلې دي، هغه نورچې یادامریکایانو نه منی او یاهم سرونه د دوی له کړۍ څخه پرآ خوا کوي ، هغوی به دالقاعدی باجونه او بارونه زغمي او وژل کیږي به ځکه چې دابه دخدای له خوا ورته مقرره وي …
څلورمه خبره په افغانستان کې دامریکایی او شریکانو مامورینو ده ، چې لکه لیوانو غوندې یې کرزی را محاصره کړی دی ، دوی دلته ناست دي ، هرڅه په سترګو وینی ، هرڅه دهرې ورځې په ترڅ کې په خپل لاس جوړوي او ورانوي ، خو بیا هم کوم څه چې دلته روان دي او دوی ددې توان نه لري چې هغه کنترول کړاي شی ، بیا دخپلې ناوړتیا پیټی پرکرزي اوطالبانوباندې ور اچوي ، همدا دوی وو چې دانتخاباتوټول بهیریې په خپله وڅیړله ، خپله یې په کې وخوړل او ویې وهل ، خو پای بیاهم درغلي شوه، دوی وو چې عبدالله جان یې وشاربه دانتخاباتو په وړاندې یې راولمساوه چې ، هله کرزی مه پریږده ، څه چې د له وسه پوره وي ، ویې کړه ، موږ دتا ملاتړکوو او ته به دافغانستان راتلونکی مشر ؟ وې ، خو ډیروخت نه و تیر چې داپروژه هم هیڅ شوه او عبدالله جان خوارکی یې پرمیدان باندې داسې پریښود چې یوې خواته یې هم مخ نه اوښت ، دویم دورټاکنې یې ترخوله ورکړې ، په وروستی شیبه کې پوه شو چې په شادي بازي یې ورمخ کړی ، پرته له دې چې امریکایی ډالرپه دویم دورکې خرڅ شي ،بیایې دخلکو اونړۍ په مخ کې سترګې ورتورې کړې ، دشادې بازۍ ډګرته یې راویوست ، لوبه یې پرې وکړه ، خو داچې په بدل کې به یې څه ورکړي که نه دې ته به لاهم وګورو …
ددغو درغلو اوسړي وژونکو مامورینو بله درغلي وګورﺉ ، شپینه ماڼۍ داڅومیاشتې پردې اخته ده چې له افغانستان سره څه وکړي ، تیره هلته غونډه روانه وه ، خو د۲۰۰۹کال دنومبر په ۱۲ په کابل کې دامریکاسفیر سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړ چې افغانستان ته دنورو پوځونو داستولو خبره ترراتلونکي پورې وځنډوي ، په دې چې دکرزي حکومت دومره په فساد اودرغلۍ کې ډوب دی چې نورنو نه خلک اونه نړیوال دهغه لپاره زغم لري .
دایوه بله ډرامه اودشادي بازۍ یوه بله بڼه ده چې دلته دکرزي ترچپنه لاندې روانه ده او دی هم دچا خبره خپل غوږ نه پرګروي … کرزي ته لازمه وه چې دیوه جدي اخطار په ترڅ کې یې دخونړۍ امریکا سفیرته ویلی وای چې سرله سبا دې په کابل کې ونه وینم ، دازما وطن دی ، ددې وطن هرڅه پرما پورې اړه لري ، اوکه یې داهم له توانه نه وای نو یوه مرکه به یې کړې وه چې امریکا زموږ برلاسي ته درناوي نه کوي ، نو رمو خپل تصمیم ونیسې ، اوزه ددغو شادي بازیو حوصله نه لرم …
سره له دې چې کرزي په راوروسته یوه دوو میاشتوکې دیوشمیرامریکایی مامورینو د شومو اودرغلو نیتونو په وړاندې خپل ملي ګواښونه څرګندکړي چې کیدای شي له نوموړۍ شادي بازې سره په مقابله کې وي خو داچې خلک په دې هم باور نه لري ځکه وایی چې کیدای شي ترپرده لاندې شادي بازي په شادي بازي باندې روانه وي ؟ ؟؟ .
په هرډول ، ولسمشر اوباما دافغانستان په اړه (۱۰) غونډې کړې خو تردغې لیکنې پورې په دې ونه توانیده چې دافغانستان ستونزې ته دې دحل یوه داسې فارموله رامنځ ته کړي چې هغه انسانی وي اوداسې پایلی دولري چې لږترلږه ددغه ملت په وړاندې دمنلو وړوي ، په دې چې دوی تراوسه هم دافغانستان په اړه دخپل نیت خبره نه دامریکا اونه هم دنړۍ خلکو ته کړې ده ، تراوسه ټوله نړۍ په دې نه پوهیږي چې امریکا دلته څه کوي ؟ د څه لپاره یې دلته دومره بې شمیره پوڅونه رااستوي ، دڅه لپاره یې وژنی او آره موخه یې څه ده ؟ داهغه څه دي چې دوی تراوسه هم دهغو لپاره نه خپلو خلکو اونه هم دنړۍ خلکو ته ورځواب کړې دي اونه هم تراوسه تیاردي چې دغوپوښتنو ته ځواب ورکړي ځکه نوخپل وخت په افغانستان کې بیاهم په دغو او هغو شادو بازیو باندې تیروي …
ښاغلي کرزي دادی بیا دخپلې کاذبې ادارې بل مخ راواړاوه،بیا یې هغه څیرې چې په تیرواوو اتو کالو کې هیڅ هم ترسره نه کړل دملت اونړۍ په وړاندې په تورمخ سره ودرولې او داهیله لري چې ګواکي دوی به داځل خدمت وکړي ، خو په دې بیا نه پوهیږي چې داوطن همدغو یارانودنړیوالې بدنامۍ منګولو ته وسپاره ، وایی داکابینه مسلکی ده ، دخدای لپاره مسلک مسلک یادوﺉ ، دمسلک په مانا پوهیږۍ ، که هدف داوي چې دغله مسلک غلاده ، دقیمارباز مسلک قیماربازي داټول مسلکی خلک دي ، نوبیا زه او زما په شان بې مسلکوته وړنه ده چې په دغه باره کې خبره وکړو او که یې کوو نو بیا خو باید ووایو چې دښوونې او روزنې نوماندی وزیرددغې دندې لپاره چې نن سبا به په ټیټویا لوړوسترګو دغه څوکې دځان کړی ښوونه او روزنه چیرې لوستې ؟ دکورنیوچا رو ، داوبو اوبریښنا دسرحدونو دایوددغوددندو لپاره جوړدي ؟ ( زه ددغو خلکو له ښه سړیتوب او بد سړیتوب په باره کې نه غږیږم ) زه نه وایم تاسې ووایی چې دوی په دغو برخو کې دیوې ساده مقالې لیکوال دي ؟ په دوی کې یوداسې څوک شته چې دنړ ۍپه یوه څنډه کې چا ددوی په کمالاتو اوجمالاتو باندې یوکرښه لیکلې وي ؟ نوچې داسې نه وي نو بیا خو هماغه خبره ده چې غل هم مسلکی دي او غلاهم په یوه ځانګړې مسلکی تاکتیک سره کیږي ، چې ډیرو خو تراوسه کړې اوهغو چې پاتې دي اوس به ملا ورته وتړي …
په هرډول شادي بازي روانه ده ، هغوی ( امریکایی جګړه ماري ) چې ددغې شادي بازۍ پیل یې دآسیا دهغه قام په وړاندې چې هغه پښتون دی کړې او ننداره یې کوي ،دې ته سترګې په لاره دي چې یوڅه به ددوی په ګټه ترې راووزي ، خودو ی لاهم نه پوهیږي چې ډیرزر به دوی خپله دهمدغو شادي بازانو په دشادي بازي په میدان ورګډیږی ،دوی به هم دهغوی په شان چې (نه یې خوړلی او نه یې لیدلی له میدانه وتلي ) ، خپله لاره نیسې اومري به … دښکیلاک ضد یو ه نه هیریدونکی اتل اجمل خټک یومهال داخبره کړې وه چې : دپښتون غیرت ته مایوسي کفرده …
نه پوهیږم چې د زما نې دغه خونړۍ لیونیان او دهغو ګوډاګیان ددغې خبرې په مانا پوهیږي که نه ؟

نوی ډیلی
د ۲۰۰۹ کال د دسامبر شلمه