کور / تازه خبرونه / د ولايتي شورا وکيل ووژل سو

د ولايتي شورا وکيل ووژل سو

د بغلان د ولايتي شورا يو وکيل تېره شپه د نامعلومو کسانو له خوا وژل سوئ دئ.
د بغلان امنيه قومندان جنرال کبير اندرابي وايي د ولايتي شورا غړى يونس شيرين آغا برايي شپه هغه وخت د نامعلومو کسانو په يوه حمله کي وژل سوئ چي د خپل يوه ملګري تر ليدو وروسته خپل کور ته ستنېدئ.
په دغه بريد کي د هغه موټروان هم وژل سوئ او يو بل ملګرى يې ټپي دئ.