کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: خبريالانو درې ورځنى ماتم اعلان کړ

پښتونخوا: خبريالانو درې ورځنى ماتم اعلان کړ

د پښتونخوا په مرکز پېښور کي تر پروني ځانمرګي وروسته خبريالانو درې ورځنى ماتم اعلان کړ او يوه سوله ايزه مظاهره يې هم کړې ده.
خبريالان وايي پر پريس کلب باندي حمله پر آزادو مطبوعاتو باندي حمله ده او بايد عاملينو ته يې سزا ورکړل سي.
پرونى بريد چي د پېښور پريس کلب يا مطبوعاتي مرکز مخته وسو څو درې کسه يې ووژل او تر لسو ډېر يې ټپيان کړل، چي په ټپيانو کي څو تنه خبريالان هم شامل دي.
د پښتونخوا يالتي حکومت وايي د دې ېښي په اړه يې تحقيقات شروع کړي دي، او تر اوسه يې چا مسئوليت هم پرغاړه نه دئ اخيستئ.