پکتيا: افغان او بهرنيوځواکونو په عملياتو کي ملکي خلک وژل سوي

د لراوبر اداره | دسمبر 23rd, 2009


په ګردېز كې دميشتو بهرنيو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي چې تيره شپه يي د افغان ځواكونو سره په ګډه د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د ګلداد خيلو په سيمه كې عمليات كړي .دفتر زياتوي چې د عملياتو پر مهال يي په مخامخ جګړه كې د يو قومندان په ګډون د و د وسله والو طالبانو درې تنه وژلي او دوه تنه نور يې ژوندي نيولي .

د ځايي خلكو په وينا وژل شوي او نيول شو ټول عام وګړي دي.دوي زياتوي چې دغو كسانو له كومې سياسي ډلي سره اړيكې نه درلودي .د سيمي يو تن قومې مشر حاجي نظر شمشاد تلويزون ته وه ويل چې وژل شوي او نيول شوي كسان ټول ولسي وګړي وه .
دپكتيا ولايتي شورا او دمجاهدينو شورا د يادې سيمې د خلكو ځرګندونې تائيد وي او وايي چې دغه پيښه په كلكه غندي . د پکتيا د علما د شورا مشر مولوي خالق داد وه ويل چې دا يو وحشي او له ټولو قوانينو خلاف عمل ده
د دغې پېښې په هكله د پكتيا ولايت امينه قوماندان دومره ويلي چې عمليات د ائتلافي ځواكونو له خوا شوي. دا چې وژل شوي او نيول شوي كسان د دولت مخالفين دي او كه عام وګړي په دې هكله پلټنې پيل شوي . وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دي ښودلى .
دا په داسې حال كې ده چې ولايتي چارواكي د پكتيا په ولايت كې د پوځي ارګانونو ترمنځ د پوره هم غږۍ دشتون خبرې كوي .

Copyright Larawbar 2007-2024