څو شعرو نه

36 | دسمبر 24th, 2009


خاوره په وينو كړي سينګاره هلمندي هلمندي
دي ونړۍ ته هسكه غاړه هلمندي هلمندي

دسور كفنه بګړيوالو شهيدانو كور كي
غليم ته نه وركوي لاره هلمندي هلمندي
غزل

شنكي اسما ن كي چي سپوږمۍ ښكاره سي
خيا ل ته مي هغه ليونۍ ښكاره سي

چي ساه نيولې ور كي ودريږي
عشقي ټپه ئې تر خولګۍ ښكاره سي
دحيا ډكي مينه ناكي ښكلي
زړه كي ژوندي لكه غوټۍ ښكاره سي
زر پنجابۍ بې پښو ته كړم قرباني
كه يوځل پېغله هلمندۍ ښكاره سي
په خوي وو ستر چي درنې وي مدام
په خپل حجاب كي ملالۍ ښكاره سي
تشه خندا چې (باغرانى)وويني
اثر بې تل پرشاعرۍ ښكاره سي

غزل
ترپښودی لاندی کړه پښتوصاحبه
پرلاره ولاړې دپردوصاحبه
څنګه دی ژرمغل ته مخه ورکړه
تېردی کړوموږپه قسموصاحبه
موږدپښتوپه خاطررايه درکړه
سيال سره سيال کړي مېړنوصاحبه
موږدي پرسرباندي مرګی قبلوی
هغودی خاوره کښل دپښوصاحبه
تش په اغااغا يې واړولې
ژرسوی ملاتړي دهغوصاحبه
څنګه دی غوره کړل غلطه لاره
موږدي دوکه کړو په وعدوصاحبه
ځين کړی اس دی پربايسکل بدلوی
زعفران خجل سوم ستاپه کړوصاحبه

Copyright Larawbar 2007-2024