غــــــــزل

36 | دسمبر 24th, 2009


شبنمه راسه دګلونو څخه خوابده كړو
په اتفاق به دغمونو څخه خوابده كړو
چي هره شپه مو پرداخوږو زړوجانان اوروي
نور به دستورواسمانونوڅخه خوابده كړو
دډيروڅانګو وسروتې پرازغو ورويستو
كاشكي دخپلو قدمونوڅخه خوابده كړو
موږدرته وژاړو ته اوښكي راته وچي نكې
جانانه خوددي دلاسو نوڅخه خوابده كړو
عجبه خلګ سوله ښكلي راڅه مخ واړوي
موږ دبدرنګو دمخونوڅخه خوابده كړو
مااوخادم خوئې اوس دواړه ليوني غوندي كړو
چي دقلم كه د بيتونوڅخه خوابده كړه

»

Copyright Larawbar 2007-2024