دادپل چرخي خصوصي بلاک دی

د لراوبر اداره | دسمبر 24th, 2009



یونیم  په دری متره کې اطاق ده داطاق   دپای خواته  کموډنصب دی دکموډله بغل سره دوشۍ ولاړه ده داطاق مخ په اوسپنیزو پنجرو پوښل شوی په هرداډول اطاق یاتشناب کې دوه دوه یادری دری بندیان اچول شوي دي زماهم په دې ځای کې شپږ میاشتې وتلي دي دځینو نورو کلونه پکې تیرشوي دي ددې بندیانو خوب خوراک لمونځ غسل او ټول ضروریات په همدې درې متري محدوده کې پوره کیږي او دضرورت لپاره دبهروتلو هیڅ فرصت هم نه ورکول کیږي اطاق سره له دې چې له لویه سره مشکلات لري خو زمونږ ژوندځکه ډیرتریخ دی چې له کموډسره ډیرپه تکلیف یوکموډزمونږ دناستې ځای ته دومره نژدې دی چې کله زه اوزماملګری دخوب په مهال پښې غځوو نوورسره لګیږي څنګه چې دااطاقونو دهمدې کموډوله وجې ډیرچټل شوي نوځکه ډیربندیان ناروغه شوي هم دي چې تراوسه یې دسمې تداوي فرصت نه دی موندلی .دغه بلاک خصوصي بلاک بولي چې دنورو بلاکوپه نسبت په کې لږ بندیان ساتل کیږي ویل کیږي چې په دې بلاک کې دروسانو په مهال مهم بندیان ساتل کیدل دغه راز دنیمو شپو اعدامونه هم په همدې ځای کې ترسره کیدل ددې بلاک  وحشي فضا اوپه دیوالونو اوغولي ځینې نښې نښانې هم دهمدې خبرې تصدیق کوي په دې بلاک دهیواد دبیلابیلو سیمو اوپه بیلابیلوتورونو تورن کسان بندیان دي چې یوه زیاته برخه یې دهیواد دجنوبي سیمو دي په دوی کې دتنکیو ځوانانو په شمول دپاخه عمرکسان هم شته دقران کریم حافظان طالب العلمان اوحتي مدرس اوسپین ږیري عالمان هم په همدې تشنابو کې شپې اوورځې تیروي دغه خلک چې ټول له درنو باعزته اوپه دین اووطن مینو کورنیو سره تړاو لري له ډيرې مودې راپدیخوا په دې زړه دردونکي ماحول کې ژوندکوي چې تراوسه ترې  افغانان او نورمسلمانان ناخبره پاته ول دوی چې دې ځای ته راوړل شوي نودخپل جرم سزا اوقید دمعلومیدا په تمه دي مګر له څوکلونو تیریدوووروسته لا ډیری ملګري دمحمکې دترسره کیدولپاره نه دې ورغوښتل شوي  دځینو یوه محکمه او دچادوه محکمې شوې اوبیایې ددوسیې غم نه ده خوړل شوی نوځکه همداسې بې پوښتنې اوپلټنې پاته دي لنډه داچې زمونږ ژوند نورله دې وتلی وه چې زغم یې ولرو نوځکه مو په اعتصاب او احتجاج لاس پورې کړ…
دادپلچرخي دهغه بلاک دیوه زنداني دخولې خبرې دې چې څوورځې وړاندې دسختو احتجاجونو او تاوتریخوالي شاهدوه دکابل درژیم چارواکو مطبوعاتو ته ویل چې بندیان له کومې بلې خوا تحریک کیږي نو ځکه احتجاجونه کوي کنه دوی یې ټولې ستونزې  حل کړې دي اوس دې نولوستونکي خپله قضاوت وکړي چې آیا داډول رویه ددې کرې په کوم بشري قانون کې جوازلري یوبشر په تیره بیامسلمان افغان او دقرانکریم حافظ او دحدیثو مدرس په  تشناب کې غورځول اوهلته پرې کلونه کلونه ظلمونه ترسره کول نه پوهیږو داډول افعال دکومې عقدې او ارادې له مخې صورت نیسي  .
ددې زندان دبندیانوپه قول کله چې دوی ته څوورځې وړاندې په لومړي ځل یودریمګړی هیئت ورپر ې ښودل شو اوددوی وضعیت یې ولید نو دزندان دچارواکو دې چلند ته حیران پاته شول تردې چې د حاجی فریدپه نامه  دپارلمان یوه غړي له خولې لاداهم ووتل  چې مونږ امریکایان دقرانکریم په سپکاوي ګرموو اوورته وایو چې پوځیان دې دقرانکریم بي عزتي نه تکراروي مګر په خپله مودادی دقرانکریم حافظان او عالمان چې سینې یې له ایتو ډکې دي په بیت الخلاء کې اچولي اعاذناالله …
دابه وخت وښیي چې په راتلونکي کې ددغو دمظلومو زندانیانو دژوند سختو شرایطوته توجه کیږي اوکنه او بشري غوښتنې یې ترکومه پوره کیږي مګر هغه څه چې شوي خو ددنیاله نظره پټ وه بې له شکه یوه ستره ناروا  بشري جنایت غیراسلامي اوغیرافغاني عمل دی چې افغانان به یې هیڅکله هم هیرنکړي اودتل لپاره به ددیموکراسۍ او دبشردحق دمدعیانوپه تندي یوتورداغ وي .
که په نورو ستونزو او جفاکاریو سترګې پټې کړو لکه څنګه چې دغه بندیان شکایت لري ددې زندانونو ترټول سترمشکل دادی چې که یوځل څوک له دروازې وردننه شي بیایې هیڅوک هم داښتنې پوښتنې حق نلري داوسني رژیم دمحاکمو دقانون له مخې باید چې دزنداني شخص دری واړه محکمې په ۹ میاشتې موده کې پاته ورسیږي اوتقدیریې معلوم شي مګر داقانون یوازې دکاغذ په مخ دی ځکه دپل چرخي په زندان کې داسې بندیان هم شته چې پنځه کاله یې وتلي خوچاترې داپوښتنه نه ده کړې چې ولې نیول شوی یې  ؟
خیر!ددې مظالمو اودبندیانو دسختې ځورونې چې هرڅه وجوهات اوعلتونه وي خو ملزمان یې بایدپه دې پوه شي چې په پل چرخي کې تردې سخت ظلمونه او شکنجې کاریدلي خو عاملین یې اخرهم شرمنده ذلیل او داخروي  تباهۍ وړګرځیدلي .

Copyright Larawbar 2007-2024