پکتيا: بهرني ځواکونو د عملياتو په ترڅ کي وسله وال وژلي
په سويل ختيځ زون کې د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتې دفتر وايي چې تيره شپه يي د پکتيکا ولايت د خوشامند په ولسوالي کې عمليات کړي .دفتر زياتوي چې پدغو عملياتو کې يي دري تنه وسلوال طالبارن وژلي او اته تنه نور يي له يو شمير وسلو او مهماتو سره يو ځاي نيو لي .
د پکتيکا دوالي د دفتر ريس جاهنزيب سليمانخيل وايي چې په هغو عملياتو کې چې تيره شپه د بهرنيو ځواکونو لخوا د دې ولايت د خوشامند په ولسوالي کې ترسره شوي شپږ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او اوه تنه نوريي ژوندي نيولي .
بلي خوا ته وسلوال طالبان بيا وايي چې په عملياتو کې د دوي ملګرو ته زيان نه دي اوښتي دوي وآيي چې په عمليآتوي کې وژل شوي آو نيول شوي ولسي وګړي دي .دوي زيآتوي چې د پکتيکا ولآيت د ړوممي ولسوالي په ولسوال يي د خوشامند ولسوالي په سيمه کې بريد کړي او ټپي کړي يي ده .
خو د پکتيکآ د والي د دفتر ريس جهانزيب سليمان خيل د ولسوال د ټپي کيدو خبره نه مني او زياتوي چې په جګړه کې يي دوه تنه وسلوال وژلي او يو شميروسلياو مهمات ترلاسه کړي دي .