کور / نثر / د يوې مور غوښتنه…

د يوې مور غوښتنه…

د يوې مور غوښتنه د ميرمن البراټ څخه.

زه په ۱۹۹۶ م کال کې د يوې لنډې مودې له پاره د خپلوانو د ليدو په خاطر پيښور ښار ته تللي وم ، زما د تره لور د پيښور ښار د ناصر باغ په کلې کې چې د افغان کډوالو پنډغاليې هم وه په يوه ښونځې کې د ښوونکې دنده تر سره کوله ، دا ښونځې د بې بې مريم په نوم ياديده . مياشتنې تنخا يې ۱۲۰۰ کالدارو ته رسيده ، پدې پيسويې د کډوالۍ سختې شپې او ورځې تيرولي ځکه دا او دده په ښان نور د علم خاوندان د زمانې بې رحمه سيلۍ را په مخه کړي وه زما د تره لور د کډ والۍ د کړاو نه ډک ژوند په هکله راته ډيرې قصي وکړي او په تيره بيا د پاکستان د حکومت د تريخ او غيرې انسانې برخورد څخه د کډوالو په مفابل کې . د کډوالو وهل ، ټکول ، ورڅخه پيسې په زور اخيستل ، دوي بې ګناه جيلو ته اچول ، د دوي په جيبو د پوليسو له خوا جرس اچول او پدې جرم د هغوي څخه پيسي اخيستل ، د کار په درشل کې د پوليسو له خوا د هغوي وهل او زورول .

دا قيصو زه ديره خواښينه کړم او پدې هکله ژور فکر يووړم د خپل تره لور ته مې وويل چې د پاکستان خلک خو مسلمانان دي دوي ولې داسې ناجايزه په دې بې کوره کډوالو کوي ؟ د يوې خوانه روسانو په ډيره بې رحمې سره زمونږ په هيواد يرغل وکړ موږ دوي ته پناه راوړه د پاکستانيانو د ظلم او زور څخه اوس چيرته لاړ شي ؟

د تره لور راته وويل چې په ډيره ښه موقه زمونږ کور ته راغلي يې . ما ورخخه و پوښتل چې څنګه ؟ راته يې وويل چې زمونږ ښونځې ته د امريکا د بهرنيو چارو وزيره ميرمن البرايټ راځي ددي خبر په اوريدو زه هم خوشحاله شوم چې د ميرمن البريټ راتګ دې ښونځې ته حتمې يو ښه زيرې به زمونږ دي وران ويجاړ هيواد ته او يا د افغان کډوالو ژوند د سمون له پاره ولري . د ناصر باغ ښونځې چې د خټو څخه جوړ شوې يو ښونځې وه ، چتونه يې ځوړند او د باران په ورځو به ځڅيدل ، د ټولګيو ځمکه به ټوله شنه خټه وه دافغان کډوالو ماشومان به د پلاستيکي سترنجيو په سر د زدکړي له پاره ناست وه ۵۰ ٪ دا د هغه افغان کډ والو ما شومان وه چې پلارونه يې د روسي يرغلګر پوځ سره په مخامخ جګړه کې ځانونه شهيدان کړي وه . د ميرمن البرايټ د راتګ خبر د ناصر باغ په ټول پنډ غاليې کې خپور شوه په دغه شپو کې د ناصر باغ خلک شپه او ورځ ډير آرامه وه ځکه د پاکستانې پوليسو له خوا د پنډغاليې امنيتي چارې ډيرې مظبوطي ښوي وي ، ټول افغان کډوال د ميرمن البرايټ راتګ ته سترګې په لاره وه ، د څو ورځو انتظار نه پس د چورلکۍ په وسيله د پنډغاليې په بيديا کې راکوزه شوه په څو شيبو کې د ناصر باغ ښونځې ته راورسيده (( د ښونځې زده کوونکو او لويانو د خپل په اوښکو ورته هرکلې ووايه )) د امريکا د بهرنيو چارو وزيره د څو لحظو له پاره په ښونځې کې تمه شوه د نوموړې چې په سرګوکې يې هم د اوښکې ليدل کيدي په ډيره مينه سره يې د کډوالو د ماشومانو پر مخو لاس تير کړ او داسې وويل :

ای معصومو ما شومانو زه چې نن دلته راغلې يم ما ستاسي له پاره لوی زيرې راوړي دي چې هغه زيرې ستا سي ستاسي د ژوند د آرامې اړ سو کالۍ په خاطر دي تاسي به انشالله د خيره ډير زر حپل هيواد ته ستانه شي دا زما ړعده ده له تاسو ټولو وړو او لويانو سره چې زه په د يو انسانې ژوند اسانتياوي د افغانستان په دننه تاسو ته برابروم .

ګرانې مپرمن البريټ !

زه غواړم چې تاسو د خپل وعدي په اړوند د ناصر باغ د ښونځې د ټولو زده کوونکو او لويانو په حضور چې کړي وه څه وکړل ، آيا د ستاسو وعده د ټولو پښتنو ميندو او د بښتون قوم په خپله خاوره کې د وينو سيلابونو بيول وه ؟ آيا د پښتون قوم نابودول وه ؟ ستا زيرې زمونږ نمجنې سترګې وچي نکړي مورې هم نمجنې کړي ستاسي زيرې په کوزه او بره پښتون خوا کې د پښتون قوم د مرګ زيرې وه موږ فکر کوو چې د ستا د زيرې په ړنا کې يو پښتون د طالب په نوم او بل پښتون د فوجې په نوم وژل کيږي په صورت کې چې امریکايې پوځ په ۴۸ ساعتو کې ټول افغانستان يې د طالب له وجود څخه پاک کړ خو نن ۱۰۰۰۰ انګريزي پوځ نشي کوالاي وړوکې هلمند د هلمنديانو له پاره حوړ کړي په هر صورت نن تول په دي پوهيږي چې غوا تړره او شيدې يې سپينې دي . نن افغان ولس له تاسو څخه هيله لري چې يو ځل بيا په خپله وعدي له سره غور وکړي او د ټولو پښتنو د ټپونو له پاره د ملهم پټي وګرځي او د ستاسو د ادرس له لارې په ټولو صلح غوښتنونکو نړيوالو باندې موږ ميندو همدا غږ دي .

په ډيره مينه او پښتنې احساس

د پښتنو ميندو له خوا