پرافغانستان دکمونستي ښکېلاک دیرغل دېرشمه کلیزه 
دېرش کاله مخکي (۱۳۵۸\دمرغومي پر۶مه نېټه )چي دپخواني شوروي اتحاددسره کمون سرو لښکرودبین المللي قوانینواوبشري ارزښتونوپرخلاف دافغانستان پرخاروه یرغل وکړاووفادارلاسپوڅی «ببرک کارمل »یې پرټانګ سپورافغانستان ته راوست اودکابل پرپلازیې نصب کړ.نوپه نړیواله کچه یې دملګروملتونو،اسلامي کنفرانس ،اروپایې اتحادیې او…..لخوا په کلکه غندنه وسوه اوپه داخل کي بیادترکي اوامین دلاسپوڅواوبې دینوحکومتونوپرضددافغاني غازیانووړو وړو غورځنګونو وروسته له دې چي شوروي بربنډپوځي تېری وکړد یوپیاوړي اوغښتلي ملي پاڅون بڼه غوره کړه او په ډېره لنډه موده کي یې دهیوادپه ختیځ اولویدیځ شمال اوجنوب کي دشوروي داشغالګرو لښکرواودهغوی دافغان مزدورانو(خلقیانواو پرچمیانو) په وړاندي داسي ګړندی اوبریالی مقاومت پیل کړچي ،نړیوالویې بیخي اټکل هم نه کاوه .
شوروي قواوو دخپلي وحشي تګلاري اوجنګي ستراتیژۍ له مخي یونیم ملیون افغانان شهیدان ،همدومره یې معلول اومعیوب اوپنځه ملیونه یې هم دخپل کورکلي پرېښوولوته مجبوراودنړۍ په بېلابیلوهیوادونومخصوصاایران اوپاکستان کي په ډېروستونزمنوحالاتوکي مېشتیدني ته اړکړل .دکمونیزم دمکتب شاګردانود«مرګ برامپریالیزم ، زنده بادکرګران جهان »ترشعارلاندي په قفقاز،منځنۍ اسیا،ختیځه اروپااوافغانستان کي په ملیونونوبې دفاع عوام غریبکاران ،ښځي ،کوچنیان اوبوډاګان په داسي وحشت اودهشت له تیِغه تېرکړل چي ؛دچنګېزیانواونازیانودظلمونوریکارډیې مات کړ.که دنوروڅخه صرف نظروکړواویوازي دکابل دپلڅرخي په کرغېړن زندان کي دمظلومواسیرانودنوکانوایستلو،دسرپه وریښتانودراځړولو،په ایشیدلواوبوکي دغوټه کولواونوروغیربشري کړنووبوږنونکوداستانونواوکیسوته غوږاوځیرسونوبېله شکه چي دکاڼي غوندي سخت زړونوبه هم نرم سي اودکمونیزم پرپیروانوبه لعنتونه ووایې .
دازادوسرچینوپه حواله دڅرخي پله په زندان کي دکابل دکمونستي رژیم اوکي جي بي لخواد۱۲۰ــــ ۱۵۰زره پوري افغانان ترډول ډول شکنجواوتعذیبونولاندي شهیدان اوبیادهمدې محبس شاوخوااودپلیګون په دښتوکي په ډله ییزه توګه دبلدوزرونوپه واسطه ترخاورولاندي کړل سوي دي چي؛ ډېری کورنۍ اوس (دېرش کاله وروسته) هم دوخت دکمونست رژیم لخوادکورنۍ دبندي سووغړودمرګ اوژوندله حال نا خبره اوپه رواني لحاظ ځني کړیږي اوځوریږي .
بلخوابیادافغان بهادرملت دسپېڅلي پاڅون او کاري ګذارونوله امله دشوروي اشغالګروځواکونوپه زرهاووحربي نقلیه وسایط،په سلهاووجنګي اوترانسپورټي الوتکي اوپه ملیاردونوډالرتوري خاوري اوایري سول اودغه رازیې ترسل (۱۰۰)زره زیات عسکرټپیان اوشل (۲۰)زره یې مړه اودافغانستان په غرونواوډاګونوکي دکارغانواولیوانوخوراک سول .روسان له افغانستان څخه ترلس کلني خونړۍ جګړې وروسته د۱۳۶۸\دسلواغې پر۲۶مه نېټه په تېښته بریالي سول .دافغان ولس دبې دریغه قربانیوپه برکت نورمحکوم ولسونه اوملکونه هم دسره ښکېلاک له پنجوڅخه خلاص اوازادسول اوآن دبرلین دیوال دافغانانودجهادله شرمه پرمځکه را پرېوت اونورنود«وارسا»په نوم دخوني ښامارله شره نړیوال خوندي سول .
متأسفانه چي جفاکاري نړۍ اوپه ځانګړې توګه ناټوـــ امریکادافغانانوددې ستراحسان په بدل کي نه یوازي داچي مرسته ونکړه ،بلکي پرهمدې مظلوم خوغیورملت یې دنړیوالومقرره قوانینوپرخلاف وحشیانه یرغل وکړاودوی (امریکایانو)هم دشورویانوپه شان کلي اوکورونه وران ،ښځي اوکوچنیان شهیدان کړل اوپه نیموشپوکي دافغانانودکورونودروازې په بمونوالوزوي ،بې موجبه یې بندیانوي اوحتی په سپیویې داړي .خوافغان میړني ولس دصلیبي امپریالیزم په وړاندي هم ملي پاڅون کړی دی اودهیوادټوله سمه اوغر،کلي اوښارونه یې ورته سره اورونه ګرځولي دي ان په قرارګاووپسي ورننوزي اوهورې دمرمیوډک شاجورونه پرتشوي اوپه بارودي واسکټونوپوښلي شرین بدنونه اوښایسته اندامونه پرپټاووي اواشغالګران پخپلووینولمبوي اودمرګي وکندي ته یې ورټېل وهي چي ؛له امله یې هرورځ دلسهاووصلیبي اشغالګروعسکروتابتونه دغرب په ویرجنه فضاکي راکښته کیږي اوجسدونه یې خپلوان په لویولویوکریږواورمباړوبدرګه کوي اودخپلوحکومتونوپرضدشعارونه ورکوي چي :«نوردي زموږبچیان دخپلوشخصي ګټواودامریکاسره ددوستۍ په خاطردافغانستان په اوږده اوتاواني جنګ کي نه وژني اوژرترژره دې له دغه ملکه راوباسي ».
تاریخ ثابته کړې ده چي، هریرغلګر افغانستان ته راغلی بیایې روغ سرنه دی ایستلی اوپه نژدې ماضي کي خودوارسادعروج همدااوسني اشغالګران هم شاهدان دی ،داسي عروج چي په اروپااوامریکاکي یې دغربي واکمنوخوبونه تښتولي وو،خودافغان میړني ولس په وړاندي یې د ماتي سرونه ټیت کړل .نوامریکابه هم دعسکرواوتجهیزاتوپه زیاتوالي ،دمتعددوستراتیژیوپه جوړیدواودلاسپوڅورژیمونواوڅېروپه رداوبدل اوتحمیلولونه تنهاسوبه ترلاسه نه کړي ،بلکي دوی به هم په ډېرلنډراتلونکي کي دیرغلګروپه قبرستان ویاړلي افغانستان کي دحتمي زوال په مرګ محکوم کړل سي .انشاءالله