کور / تازه خبرونه / کندهار : عاشورا مراسم تر سره شول.

کندهار : عاشورا مراسم تر سره شول.

د عاشورا مراسم په کندهار کی بی له کومی امنیتی ستونزی ترسره شول .
۰۰۰۰
په کندهار ولایت کی د عاشورا پراخ مراسم د کلکو امنیتی ترتیباتو په لړ کی د کندهار ښار په امام بار ګاه کی په داسی حال کی تر سره شول چی د کندهار ولایت رهبری هیت او امنیتی لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی وه او د عاشورا ورځ د علماو د موعظو ، د امام حسین او ورسره د ملګرو د شهادت په اړه په ماتم کولو او په خیراتونو ولمانځل شوه ، علماو ټول افغانان وحدت او اورورولی ته راوبلل .
افغان ملی اردو او پولیسو په کندهاراو هلمند ولایتونو کی کلک امنیتی ترتیبات نیولی وه چی د عاشورا مراسم بی له کومی امنیتی پیښی تر سره شوی .
په کندهار کی یوزیات شمیر کسانو د عاشورا د ورځی په ویاړ د کندهار د میرویس روغتون د وینی بانک ته خپله وینه اهدا کړه، د کندهار ولایت د عامی روغتیا مسوولینو د وینی د ورکولو عمل یی وستایه او ژمنه یی وکړه چی د اهدا شوی وینی څخه به په عاجلو پیښو کی د اړو کسانو له پاره به تری استفاده وشی .