" /> " /> " /> " /> اېران : پنځه مظاهره چيان وژل سوي دي  – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / اېران : پنځه مظاهره چيان وژل سوي دي video

اېران : پنځه مظاهره چيان وژل سوي دي video

 د عاشورا د مراسمو پر مهال د اېران د حکومت مخالفي ډلي پرون يو ځل بيا مظاهرو ته لاس واچاوه، چي له پوليسو سره په اخ و ډب کي پنځه کسه وژل سوي او تر شلو ډېر ټپيان سوي دي.
په وژل سويو کسانو کي د علي موسوي په نامه د ميرحسين موسوي ٣٥ کلن خوريى هم شامل دئ، چي د اېراني پوليسو په ډزو يې ژوند له لاسه ورکړ.
د اېران د حکومت مخالفي ډلي يوه مشر مهدي کروبي د اېراني پوليسو دغه چلند وحشي وباله او وايي حتى د اېران پخوانى پاچا رضاشاه چي د کافر په سترګه ورته کتل کېدل، هم به يې د عاشورا د ورځي حرمت ساتئ.
بلي خواته پوليسو څه باندي ٣٠٠ مظاهره چيان نيولي او بنديان کړي چي د امريکا حکومت يې سخته غندنه کړې ده.
د امريکا حکومت له اېرانيانو څخه د زغم غوښتنه کړې او ويلي تاريخ د دوى ملګرى دئ او بايد راتلونکي ته اميد ولري.