فرانس پریس آژانس په خپل تازه راپور کی وایی چی ۲۰۰۹ کال ( چی درې ورځي یې لا پاته دي ) د تیرو ۸ کالو تر ټولو ډیر تلفات لرل .
په افغانستان کی سږ کال د ملکی خلکو تلفات د ۲۰۰۸ په نسبت ۲۴٪ ډیر وو ( یعنی په لومړنیو شپږو میاشتو کی ۱۰۱۳ بېګناه افغانان شهیدان سوي دي ) .
راپور وایی چی په روان کال کی ۵۰۶ بهرني پوځیان وژل سوي دي چی د تیر کال په پرتله ۷۰٪ ریاتوالی ښیًی چی دا په همدې کال کی هلته په عراق کی د امریکایی تلفاتو درې چنده کیږی .
راپور زیاتوی چی په پاکستان کی هم امریکایی بم وري خپلی نهه ویشتمی میاشتي ته ورسېده او هلته طالبانو سږ کال ۱۲۰۰ کسان وژلي دي چی د ۲۰۰۸ کال په مقایسه ۳۰٪ زیاتوالی ښیًی .
خو راپور متأسفانه په قبایلی سیمو کی د امریکایی بم وریو څخه د ملکی انسانانو د تلفاتو ذکر نه دی کړی .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، یو امریکایی عسکر چی د کندهار په حوض مدد کی د طالبانو ماین زخمی کړی و ، پرون مړ سو .
په دې سره په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۹۴۰ ته ورسېدل .