کور / تازه خبرونه / د ١١ طالبانو د وژلو ادعا وسوه

د ١١ طالبانو د وژلو ادعا وسوه

د بادغيس ولايتي چارواکو د دوشنبې په ورځ د ١١ طالب جنګياليو د وژني ادعا وکړه.
د بادغيس امنيه قومندان سيداحمد سمېع وايي دغه طالبان په بالامرغاب او قديس ولسواليو کي د ناټو او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کي وژل سوي دي.
د نوموړي په وينا د پوليسو پر يوه پوسته باندي د طالبانو د بريد له امله دوه پوليس هم وژل سوي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.