کور / تازه خبرونه / کراچي: ټول کاروبار بند دئ

کراچي: ټول کاروبار بند دئ

په کراچي کي تر پروني ځانمرګي بريد وروسته چي د عاشورا په مراسمو کي ترسره سو، په ټول ښار کي کاروبار بند دئ او ښاريانو په خپله خوښه په احتساب لاس پوري کړئ دئ.
د کراچي ايالتي پوليس وايي د ښار ټول ټرانسپورټي کمپنيو، تجارانو او دکاندارانو په احتساب لاس پوري کړئ دئ.
بلي خواته د سند د عامي روغتيا وزير ډاکټر صغيراحمد وايي د درو ټپيانو په مړينه د پېښي د قربانيانو شمېره ٤٠ تنو ته ورسېده چي اوس هم د ځينو ټپيانو حالت د ډاډ وړ نه دئ.
د کراچي پرونۍ چاودنه چي د شيعه ګانو په يوه جلوس کي سوې وه، ٨٠ تنه يې ټپيان کړي هم وو.
د پېښي د غندني په خاطر شيعه ګانو شاوخوا دکانونو او موټرانو ته اور واچاوه چي په کروړونو روپۍ يې عامو خلګو ته تاوان واړاوه.
پوليسو تېره شپه وويل چي ٤٦٨ دکانونه او ٧٠ موټران سوځل سوي دي او د ښار پر خالي واټونو د اورلمبو او دودانو وحشت خپور کړئ دئ.