کور / راپور / دشاعر وزيرمحمدروغ ليوني په درناوي لمانځغونډه

دشاعر وزيرمحمدروغ ليوني په درناوي لمانځغونډه

د خوست ميديوتيک ټولنيزمرکز MCC Khost لخوا دپښتو ژبې دنوماند اوهڅاند شاعرالحاج وزيرمحمدروغ ليوني په درناوي لمانځغونډه جوړه شوه .
نوموړې دستوره ،چې دميديوتيک مرکز دغونډو اوکنفرانسونوپه خونه کې رابلل شوې وه ،پکې دسيمې يوشمېر ديني عالمانو،قومي مخورو،علمي اواکاډميکو شخصيتونو،دمدني ټولنې ګڼو فعالينو،دبيلابيلو رسنيو خبريالانو اوژورناليستانو همداشان دپوهنتون اوتحصيلي موسساتو يوشمېراستادانو پکې برخه اخيستې وه .
دغونډې دپرمخ بيولو چارې ، چې دميوندفدا له خوا پرمخ بيول کيدې ، په پيل کې دسعيدخان وفادار له خوا دسوره کوثر مبارک اياتونه تلاوت شول.
ورپسې دخوست ميديوتيک ټولنيز مرکز مشر نجيب الله الوخېل دلمانځغونډې پيليزې خبرې وکړې او دميلمنو ورتګ اوتشريف اورۍ ته يې ښه راغلاست او هرکلۍ ووايه .
ښاغلي الوخېل په خپلو خبرو کې يادونه وکړه ،چې پښتنو تل خپل مشران اودقوم اوژبې خدمتګاران له مرګه پس لمانځلي اومنلي دي ،چې داکار په اوږده مهال کې زمونږ داسلافو دخوابدۍ اوددوی دمايوسۍ سبب شوي.
نجيب الله الوخېل وړاندې وويل :(( پدې خوشاله يو،چې پښتانه روڼ اندي اوپه ټوله کې ګردو پښتنو دې ټولنيز ې اودوديز ې نيمګړتيا ته پام اوښتی او ، اوسمهال له نيکه مرغه کرار، کرار په ژوندانه اوحيات کې ددوی دخواريو اوخدمتونويادونه اولمانځنه کيږي.))
نوموړي په ټينګار وويل ،چې په خوست کې دروان ادبي بهير دفعالينو دمرستې پرمټ به دايون اوحرکت پسې وغځوي اوترهغې به، ورته غونډې اودستورې ولري ، چې داکار دپښتنو دژوندانه يوه برخه شي اوددوی په کلتور بدل شي.
ورپسې دخوست شيخ زايد پوهنتون ريس دکتور ګل حسن وليزي خبرې وکړې اودپښتو ژبې دشعر برخې ته يې دوزيرمحمدروغ ليوني ډيرکوښښونه وستايل اونوموړی شاعر يې دخوست دخلکو وياړ وباله .
دخوست پوهنتون ريس زياته کړه ،پخوا موږ دفرهنګ په برخې کې ددرست خوست په کچه دګوتو په شمار کسان درلودل ،خو اوس پدې سيمه کې دادب په بڼ کې بې شمېر ه ګلان راټوکيدلي ،چې په وياړ سره يې نومونه اخيستلی شو.
نوموړي دروغ ليوني پر ټولنيزشخصيت اوادبي هڅو رڼا واچوله اوويې ويل ،چې ديوې وړې ليکنې ترتيبول څه اسانه کار ندی ،خو تاسو وينئ ،چې روغ ليوني دخپل ژوندانه په اوږدو کې شپاړس شعريزې ټولګې چاپ کړ ې دي.
نوموړي د خوست ميديوتيک دا نووښت او ابتکار وستايه او ويې غوښتل، چې دا بهير دې لا پسې وغځوي، تر څو عا مه ذهنيت تنويرشي او د پښتو ژبې مينه وال د نړۍ په هر کنج او کنار کې د خوست د سيمې له فرهنگي او ادبي هڅو څخه باخبره شي.
د غونډې بل ويناوال د علماوو شورا ريس مولوي محمد ايوب هاشمي وو، چې په خپلوخبروکې يې د روغ ليوني شعرونه د انسان فکر او خيال ته الهام بښونکی وباله او زياته يې کړه ،چې لوستونکي ورڅخه د هېواد پالنې احساس اخلي او خلک يو والي او ملي وحدت ته رابولي.مولوي هاشمي زياته کړه، د ټولنې د خدمتګارانو اخلاص او صداقت د تاريخ په حافظه کې پاتې کيږي.
وروسته د مقالو لړۍ پيل شوه او په سر کې ليکوال او ژورناليست محمد غفور مهيدي خپله مقاله، چې د روغ ليوني د شعر په حماسي برخه يې ليکلې وه ولوسته.
د مقالې په يوه برخه کې داسې راغلي ول:(( روغ ليوني د دنيا پر مخ زيات ملکونه ليدلي دي د يورپ سرې سپينې له خړې پړې پښتنې څخه کمې گڼي ، د هغوى د وطن ابادۍ او ښکلا ګانې په خپلو غرو او درو قربانوي ، تېر تاريخ يې ښه لوستلى او نړيوالو ته چيلنج ورکوي، چې له تير تاريخ څخه په الهام بديو ته زړه ښه نکړي او دی ،خپل وطن په جنت نه ورکوي.))
په غونډه کې ځوان ليکوال نورالله ليونخېل د روغ ليوني د شاعرۍ پر فولکوريک اړخ خپله ترتيب کړې مقاله ولوسته ،چې يوه برخه کې يې داسې راغلي ول : (( روغ ليونى يو وولسي شاعر دى او شاعري ېې پر سادگۍ ولاړه ده.
دده شاعرۍ ته د وولسي صفت کارول خو سړۍ دومره زړورکوي ،چې ووايې : روغ ليونى يو فولکلوريک شاعر دى.
دده په شاعرۍ کې جرګه،ميلمه پالنه د پښتنو پېغلو زيوارت او نور پښتني ارزښتونه او څېزونه مرکزي ټکي دي.))
په غونډه کې په خپل وار کمال شهزاده ،نصير احمد روښان او ساجد بهار هم د روغ ليوني د شخصيت او ادبي هڅو په بيلا بيلو اړخونو ترتيب کړې مقالې ولوستې ، چې د حاضرينو له خوا په ښو احساساتو ولمانځل شوې،تر مقالو وروسته يو ځل بيا ځينو ميلمنو لکه روان تڼي او اول گل جلال احمدزي شفاهي ويناوې وکړې،د غونډې د لومړى برخې ارزونه د خوست د ژورناليستانو د خپلواکې اتحاديې مشر امير بهير له خوا ترسره شوه.
ښاغلي بهير د نوموړې غونډې د تابياکوونکيو ستاينه وکړه او ويې ويل ،چې په ريښتيا هم د روغ ليوني په شان هڅاند شاعران ددې حق لري ،چې وستايل شي او د دوى په درناوي بيا،بيا غوندې جوړى شي.
نوموړي دخوست ميديوتيک ټولنيزمرکز له مشرتابه دورته پروګرامونوغوښتنه وکړه اوداکاريې دپښتني ټولنې لپاره په معاصر وخت کې ديوښه اوغوره کلتور ددودولولار وښوده .
ددستورې په دويمه برخه کې مشاعره وشوه اوپکې ګڼو شاعرانو خپل اوځينو هم دنورو شاعرانو شعرونه ،غزلې ،بيتونه ،نظمونه اوهايکوګانې ولوستې.
دمراسمو دپای په برخه کې پرټولوګډونوالو دالکوزي نړيوال شرکت له خوا برابرې شوې ډالۍ وويشل شوې اوهمدارنګه ګډونوالو په هغه غرمنۍ کې هم برخه واخيسته ،چې ددوی په وياړ يې تابيا شوې وه .