تجاران: که حکومت تاوان رانکړي، احتجاج کوو

34 | دسمبر 30th, 2009


په کراچي چي د وړمي ورځي تر ځانمرګي حملې وروسته په بېلابېلو سيمو کي ٤٠٠٠ دکانونه سوځل سوي دي.
د کراچي د تجارانو د کمېټې مشر صديق ميمن وايي له دې کبله په تخميني ډول څلوېښت ميليارډه روپۍ تاوان خلګو ته اوښتى دئ او نيژدې يو لک کسان به له دې امله بېکاره سي.
په دغو سوځل سويو ځايونو کي څو تعميرونو، درې بانکونو او يو غټ تجارتي مارکېټ هم شامل دي چي په ايرو بدل سوي دي.
بلي خوا ته د سند ايالتي حکومت ويلي د تاوان تر معلومولو وروسته به زيانمنو کسانو ته د تاوان د ورکولو فيصله وکړي. خو د تجارانو ټولني ويلي که حکومت په يوه اونۍ کي د دوى تاوان ورنکړي دوى به د احتجاج په توګه د ټول ښار دکانونه تر نامعلوم وخت پوري وتړي.
په کراچي کي دغه اله ګوله او ګډوډي هغه مهال رامنځته سوه چي دوې ورځي دمخه د دغه ښار شيعه ګانو د عاشورا د ورځي په مناسبت د ماتم جلوسونه جوړ کړي وو، چي د کراچي پر ايم، اې جناح روډ باندي ځانمرګى بريد پر وسو، ٤٣ تنه يې مړه او ٨٠ کسان يې ټپيان کړل.
وروسته قهرجنو شيعه ګانو د دکانونو او موټرونو په سوځولو لاس پوري کړ، چي له امله يې خورا زيات تاوان خلګو ته ورسېدئ.

Copyright Larawbar 2007-2024