کور / تازه خبرونه / يوناما: سږکال ملکي مرګ ژوبله ١١% لوړه ختلې

يوناما: سږکال ملکي مرګ ژوبله ١١% لوړه ختلې

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سياسي سازمان يوناما دفتر يو راپور خپور کړئ چي وايي په روان ٢٠٠٩ کال کي د ملکي کسانو مرګ ژوپله لس اعشاريه اته فيصده لوړه ختلې ده.
د يوناما راپور ښيي چي د ٢٠٠٨ کال په لومړيو لسو مياشتو کي د ملکي کسانو مرګ ژوبله ١٨٣٨ تنه وه، خو سږکال په همدومره وخت کي ٢٠٣٨ تنو ته رسېدلې چي وايي د تېر کال په پرتله نيژدې ١١ فيصده زياتوالى پکښي راغلى دئ.
يوناما پر داسي مهال دغه راپور خپروي چي دوې شپې دمخه په کنړ ولايت کي د امريکايي پوځيانو له خوا ١٠ ملکي کسان چي اته يې زدکوونکي دي وژل سوي.
د يوناما په راپور کي راغلي چي ١٤٠٤ کسه د ايتلافي ځواکونو، افغان پوځيانو او طالبانو ترمنځ په روان تاوتريخوالي کي وژل سوي دي. او ٤٦٨ تنه خاص د امريکايي ځواکونو په بمباريو کي وژل سوي، همدا راز ١٦٦ تنه د بېلابېلو علتونو له مخي وژل سوي دي.