طالبانو د نيول سوي امريکايي د ويډيو پښتو بڼه خپره کړه
منبع: http://www.alemarah.info/movie
طالبانو د هغه امریکايي اسير د ويډيو پښتو بڼه خپره کړې ده چي څو ورځي مخکي د نړۍ په رسنيو کي راڅرګنده سوه ، داوسنۍ او مخکنۍ ويډيو توپير دادی چي په لومړنۍ کي د امريکايي د خبرو پر مهال د عراق د ابوغريب زندان هغه بنديان په تصوريرونو کي ښودل کيدل چي لوڅ کړه سوي وو او په سپيو داړل کېدل يا ډارول کېدل او يو شمېر هغه نور چي له بنديانو جامې ايستل سوي وې او يو پر بل سربېره پرې اېستل سوي وو.
ددې وېډيو په تازه بڼه کي طالبانو داسيرد خبرو پښتو ژباړي تر څنګ يو شمېر هغه ويډيوي ټوټې وړاندي کړي چي امريکايان پر کليو او کورونو بمونه غورځوي يو شمېر هغه تصويرونه هم ښودل کېږي چي بهرني پوځيان له افغان اسيرانو سره غير انساني چلند کوي .