کور / تازه خبرونه / جرمنيان د واوري په پاکولو نه رسېږي

جرمنيان د واوري په پاکولو نه رسېږي

د جرمني پر پايتخت برلين سربېره په نورو ښارونو کي خورا ډېره واوره اورېدلې چي اوس هم دوام لري.
په اروپا او امريکا کي د واوري دغه اوږده لړۍ له ١٥ ورځو راهيسي دوام لري، چي تېره اونۍ يې خلګو ته پر مالي زيانونو سربېره ځاني تاوانونه هم واړول، چي د يخ او واوري له کبله په اروپا کي د مړو شمېر تر ١٢٠ تنو ورسېدئ.
د المان رسنۍ خبر ورکوي چي د دغه هيواد خلګ له څو ورځو راهيسي بل هيڅ کار نسي کولاى او يوازي له خپلو لارو، کورونو او بامونو څخه واوري پاکوي، خو ستونزه دا ده د ورځي چي کوم ځاى له واورو پاک کړي، سهار چي له خوبه راپاڅي هغونه دوه واره نوره واوره پر اورېدلې وي.