کور / خبرتیا او پيغامونه / د اشرف غني د مور بي بي د جنازې او فاتحې خبرتیا + پيغامونه

د اشرف غني د مور بي بي د جنازې او فاتحې خبرتیا + پيغامونه

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د مور بي بي د مړينې له کبله دوستانو ته خبر ورکول کیږي، چې د جنازې لمونځ به يې د شنبې په ورځ، د جدي ۱۲مه، ۱۳۸۸ ش (د ۲۰۱۰ د جنورۍ ۲مه)، د سهار په ۱۰ بجو، د کابل په عيدګاه جومات کې او د تدفین مراسم به يې د جنازې لمانځه وروسته د کابل په شهدای صالحین کې ددوی په پلرنۍ هديره کې تر سره کیږي.

د مرحومې فاتحه به د یکشنبې ورځ، د جدي ۱۳مه ۱۳۸۸ ش (د ۲۰۱۰ د جنورۍ ۳مه)، د ماسپښين په يوه بجه په عیدګاه جومات کې اخیستل کیږي.
دوستان دې خبر وي.

د نورو معلوماتو لپاره په لاندې ټیلفون شمیره اړيکه ونیسئ:0799300200

تبصره نسته

  1. د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام

    په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوې درنې او پتمنې میرمنې د هغې میرمنې دمرګ خبر ترلاسه کړ چې افغاني ټولنې او نړۍ ته یې ستر شخصیت او لوی عالم ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی وړاندې کړی دي .

    میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د پروفیسور ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی د درنې او پتمنې مور د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغې ننګيالۍ پښتنې مېرمنې ته فردوس جنت په نصيب کړي .

    میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر درانه عالم او په وطن مین شخصیت ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . دغې درنې پښتنې میرمن ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.

    د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر

    کار ډله


    د خواخوږۍ پيغامونه :

    عارف همدرد – اشرف غني کورنۍ سره غمرازي

    نامتو ليکوال او خبريال محمد عارف همدرد او نامتو شاعر سيف الله غريب يار د ډاکټر اشرف غني او حشمت غني سره دمور په مړينه ژوره خواشينې ښودلې او د نوموړو کورنيو غړو ته يې د صبرجميل غوښتنه کړې نوموړي ويلي، چې د ډاکټر اشرف غني او حشمت غني کورنيو سره په دې غم کې ځان شريک گڼو.


    ډاګتر اشرف غني احمدزي او ګردې ويرژلې کورنۍ ته يې!
    د ډاګتر اشرف غني احمدزي د ارواښادې مور بي بي د دردېدلې مرګ څړيکې تر ما او د لوګر د محصلينو او ځوانانو د ټولنې غړيو هم راورسېدې او د نورو دوستانو غوندې يې سخت ودردولو؛ نو، اجازه راکړﺉ، چې په دغه وير او ناورين کې درسره موږ هم يوځای اوښکې تويې کړو او د زړه له کومې خپلې ژورې خواشينۍ او خواخوږۍ درڅرګندې کړو! ستاسې ويرژلې او دردېدلې کورنۍ ته له بښاند او لوراند څښتنه زغم او ستر اجر غواړو او مور بي بي ته جنتونه!
    وياړ دې وي، پر داسې نېکمرغو ميندو چې داسې بچي يې نړۍ ته راوړي او ورته دمېنې مينه يې په خپلو شودو کې ورکړې ده. د هغوی دې ارواوې ښادې وي او د دوی دې هېوادنۍ او وګړنۍ مينه همداسې تانده او ښېرازه!

    په درنښت
    رفيع الله ستانکزی