کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي له هلمندوالو مرسته وغوښته

ولسمشر کرزي له هلمندوالو مرسته وغوښته

د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزى نن په ناڅاپي توګه د هلمند ولايت ته رسېدلئ دئ.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى چي نن د جنوري پر دوهمه تر غرمې دمخه د هلمند ولايت ته ورسېد، په دغه ولايت کي يې د قومي مشرانو سره ليدلي، د مرستو وعدې يې ورسره کړي او له هغوى څخه يې هم همکاري غوښتې ده.
ولسمشر کرزي په امريکايي بمباريو کي د ولسي مرګ ژوبلي د مخنيوي، د بيا رغوني د چارو د ګړنديتوب ژمني له هلمندوالو سره کړي، خو په ضمن کي يې له هغوى څخه د دولت سره د مرستي غوښتنه هم وکړه.
ولسمشر کرزي د هلمند له اوسېدونکو څخه وغوښتل چي ملي پوځ او پوليسو ته خپل ځوانان ورکړي چي د ده په وينا د هيواد په آبادۍ کي برخه واخلي.
ولسمشر کرزي وويل د افغانستان اوسني امنيتي ځواکونه د شمېر له لحاظه لږ دي او دى په پام کي لري چي په هيواد کي د کافي پوځ او پوليسو ځواک د جوړښت دپاره د عسکرۍ جبري سيسټم د پخوا په څېر اعلان کړي.
ټاکل سوې وه چي ولسمشر حامد کرزي دغه سفر تېره مياشت د انګلستان د لومړي وزير سره يو ځاى هلمند ته تللى واى، خو نوموړي هغه مهال دغه سفر کندهار ته تر رسېدو وروسته ظاهراً د هوا د خرابوالي له امله فسخ کړي.