کور / تازه خبرونه / د ١٩ طالبانو د نيولو ادعا وسوه

د ١٩ طالبانو د نيولو ادعا وسوه

د فراه ولايتي مقامات وايي په دغه ولايت کي د افغان او ايتلافي قواوو په عملياتو ي ١٩ طالبان نيول سوي دي.
د فراه يوه لوړ پوړي پوځي افسر عطامحمد د زينهووا آژانس ته ويلي دغه کسان يې له خپلو دوو قومندانانو سره د فراه په بالابلوک ولسوالي کي نيولي دي.
طالبانو لا تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.
بالابلوک ولسوالي د فراه هغه سيمه ده چي د طالبانو فعاليتونو پکښي ډېر سوي او تېر کال امريکايي الوتکو تر سلو زيات ملکي کسان په بمباريو کي پکښي ووژل.