کور / تازه خبرونه / مېرمن کلتوري بهير د حسينه ګل د کتاب مخکتنه وکړه

مېرمن کلتوري بهير د حسينه ګل د کتاب مخکتنه وکړه

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر له خوا دمیرمن سیده حسینه ګل پر کتاب مخکتنه وشوه

په کابل کې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر له خوا دتکړه شاعرې او لیکوالې آغلې سیده حسینه ګل د(( له مانه مه بیلیږه )) په نوم د نوې شعري ټولګې دمخکتنې غونډه دپوهنې وزارت په تالارکې جوړه شوه.
په داسې حال کې چې دغونډې تالار دآغلې سیده حسینه ګل په عکسونو او شعرونو ښکلی شوی و لومړی دمیرمن بهیر غړې آغلې برښنا ساپۍ دمیرمن سیده حسینه ګل لنډ ژوند لیک ولوست ورپسې دمیرمن بهیرغړو آغلو اوږۍ امیل، ښکلا مومند، رڼا او بصیرې حمیدي دمیرمن حسینه ګل ځینې شعرونه دیکلمه کړل.
دمقالو په برخه کې دمیرمن بهیر د دارالانشآ مشرې توبا ندا ساپۍ خپله علمي مقاله ولوسته.ورپسې آغلې سولې نیازۍ (د حسینه ګل په شعرونو کې انځورونه)، آغلې تورپیکۍ مومند (دسیده حسینه ګل په شعرکې ښځینه احساس) تر سرلیک لاندې آغلې صالحې سروري (له مانه مه بیلیږه دکتاب دشعر ژبه) آغلې پاریسې خزان (دحسینه ګل دشعرونو پیغامونه) مقالې واورولې او همدارنګه آغلو ګلالۍ عمرخیل،اوږۍ،ساهرې شریف او عزیزې افغانې دسیده حسینه ګل دشعرونو دبیلابیلو اړخونو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې دهیواد تکړه او نوښتګر شاعر بشیر احمد ګواښ وینا وکړه او دپښتو ښځینه شاعرانو په بریاوو یې خوښي څرګنده کړه.
دمخکتنې دغه غونډه شاعر او لیکوال علم ګل سحر وارزوله ،ښاغلي سحر دسیده حسینه ګل په شعرونو کې صداقت، په هنري توګه دښځینه احساس بیانول او دوړو شیبو شاعرانه انځورول دآغلې سیده حسینه ګل بریا وبلله.
وروسته آزاده مشاعره وشوه چې په لسګونو خویندو خپل شعرونه ولوستل او له غزني ،پکتیا او پغمان څخه شاعرو خویندو خپل شعرونه دټیلفون په کرښه دغونډې ګډونوالو ته واورول.
ددغې غونډې بشپړ رپوټ به وروسته خپورشي.