کور / تازه خبرونه / کونړ : ځلا راډيو دوه کلنه شوه

کونړ : ځلا راډيو دوه کلنه شوه

دکونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې دځلا په نوم دسيمه ايزي راډيو دوهمه کليزه ديوشمير مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه .

غونډه دقران کريم په اياتونو پيل شوه او دغونډي په پيل کي دځلاراډيورئيس عبيدالله قانع خپله وينا واوروله اوورپسي نورګډونوالوخپلي عالمانه ويناوي واورولي دځلا راډيو دوهمي کليزې دلمانځلو په مناسبت دسيمي دقومي اومخورو مشرانوسربيره ددې ولسوالۍ دملي اوردو ريئس ارکان،دسرحدي کنډک قوماندان او ريئس ارکان اوهم په کي دPRT مشرانو په ګډون يوشميرفرهنګيانوبرخه اخيستي وه .

او ځلا راډيو اوس مهال نږدې دو لس ساعته خپرونې لري چې تفريحي ،ادبي ،سياسي ، اويوشمير نورې خپرونې لري .

ځلا راډيو په کونړ ،نورستان او د ډيورنډ د پوري غاړي په يوشميرسيموکښې اوريدل کيږي .