په ۲۰۰۹ کي ۱۳۷ خبریالان وژل سوي دي
اسوشیټیډ پریس د ژورنالیسټانو د نړیوال فدراسیون د راپور په حواله خبر ورکوي چي ۲۰۰۹ کال د خبریالانوا و خپرنیزو کارمندانو د وژلو تر ټولو بد کال و چی د هغه په ترڅ کي د نړۍ په ګوټ -ګوټ کي ۱۳۷ دغه کسان له منځه تللي دي .
راپور وایي چي ۱۱۳ خبریالان قصدأ وژل سوي چي دا لوړ ترین حد دئ او متباقي ۲۴ هم په بېلا بیلو پیښو کي له منځه تللي دي .
راپور فلپین ، مکسیکو او سومالیا د خبریالانو تر ټولو ډیر وژونکي هېوادونه معرفي کړي دي چي په لومړني کي ۳۸ کسه ، په دوهم کي ۱۳ او په درېیم کي هم ۹ کسه خبریالان وژل سوي دي حال دا چی په پاکستان کي ۷ او په روسیه کي هم ۶ ژورنالیسټان وژل سوي دي .
راپور زیاتوي چي په ۲۰۰۷ کي ۱۷۵ او په ۲۰۰۸ کي ۱۰۹ خبریالان وژل سوي وو حال دا چي په ۲۰۰۹ کي هغه خپل لوړترین حد یعني ۱۳۷ ته ورسېد .
د ژورنالیسټانو په نړیوال فدراسیون کي د ۱۲۵ هېوادونو څخه شپږ لکه ( ۶۰۰۰۰۰ ) خبریالان عضویت لري چي کله ناکله د ځینو حکومتونو او بیلابیلو ډلواو اشخاصو د ښکار وړ ګرځي .